د کورمې ولسوالۍ په روانه جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۶ ته او د ټپیانو ۹۸ ته لوړ شو

د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ څخه د روغتونونو سرچېنې وايي، چې د تېرې یوې اونۍ په نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۶ ته ورسېد او ۹۸ تنه نور ټپیان شوي دي.