• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر: د خپلو ملي ګټو د دفاع لپاره به هر ډول ګام واخلو

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۰ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته یو لیک استولی او له امنیت شورا یې غوښتي چې د اسراییل کړنې په کلکه وغندي. هغه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې پر لبنان د اسراییل د بریدونو د څېړلو لپاره بیړنۍ غونډه وکړي.

د ایرواني په لیک کې د حسن نصرالله او ایران د سپاه پاسداران د عمومي عملیاتو د مرستیال عباس نیلفروشان وژل کیدو ته په اشارې سره ویل شوي چې اسراییل د امریکا لخوا دغه هیواد ته ورکړل شوي هاوان بمونه د هغه برید په ترسره کولو کې کارولي چې نصرالله پکې ووژل شو.

ایرواني په خپل لیک کې له امنیت شورا څخه غوښتي چې د اسراییل د بریدونو د مخنیوي لپاره سملاسي او پرېکنده ګامونه پورته کړي او «په سیمه کې د یوې پراخې جګړې رامنځته کیدو مخه ونیسي.»

په دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ پر ودانۍ د اسراییل مخکني برید ته په اشارې سره د ایران استازی په خپل لیک کې په ډیپلوماټیکو ځایونو او د هغوی په استازو د هر ډول برید په وړاندې په کلکه خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې «ایران له خپلو ملي او امنیتي ګټو څخه دفاع کوي. او د نړۍوالو قوانینو له مخې، هغه به د هیڅ ګام څخه ډډه ونه کړي.»

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی