• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اصف درانی: طالبانو راته ویل چې افغانستان کې ټي ټي پي شته خو موږ یې د کنټرول هڅه کوو

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکې کې ویلي، چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې ورته دغې ډلې دا منلې، چې ټي ټي پي شته خو دوی به یې مدیریت کړي.

ښاغلي دراني په سپړنه خپرونه کې وویل، چې طالبانو ورته ویلي وو، چې ټي ټي پي به د افغانستان مرکزي ولایاتو ته لېږدوي او د ټي ټي پي د نه موجودیت خبره یې کله هم نه ده کړې.

نوموړی زیاتوي، چې طالبانو ترې د امکاناتو غوښتنه هم کړې وه او له دغې ډلې یې هیله کړې، چې بې ثبوته خبرې ونه کړي.

اصف درانی وايي، چې د ټي ټي پي نیم غړي په پاکستان او نېږدې شپږ زره غړي په افغانستان کې دي، چې مشران یې په کابل کې اوسیږي.

هغه د خوست د ولایت یادونه هم وکړه، چې د ټي ټي پي یو شمېر سرتېري په خوست او یو شمېر سرحدي سیمو کې اوسیږي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې ټي ټي پي دې پاکستان ته وسپاري، چې دوی ورسره د خپل قانون مطابق چلند وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي زیاته کړه، چې طالبان په ډېپلوماسۍ نه پوهیږي؛ ځکه خو ډېپلوماتیکو نورمونو ته درناوی نه لري.

د دراني په خبره، چې څو ځله یې په خپلو مجالسو کې له طالبانو څخه د نجونو د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه کړې وه؛ خو طالبانو ورته ویلي وو، چې دوی غواړي خپل حکومت لومړی تنظیم کړي او بیا به ښوونځي خلاص کړي.

هغه پر طالبانو نیوکه وکړه، چې دوی نړۍ ته د اسلام نادرست تصویر وړاندې کوي او په نړۍ کې د اسلام نوم خدشه دار کوي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ را په دېخوا په پاکستان کې ټي ټي پي ډلې خپل بریدونه پراخ کړي دي.

پاکستان په وار - وار په دغه هېواد کې د ناامنیو تر شا د افغان طالبانو ملاتړ یاد کړی؛ خو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ګنډا پور: په پنجاب کې زموږ پر غړو مرمۍ وریږي د یوې مرمۍ ځواب به په لسو مرمیو ورکوو

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۰ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا مشر وزیر علي امین ګنډاپور په رسمي توګه د انقلاب اعلان وکړ او په پنجاب ته په اشارې یې وویل، چې که څوک د یوې مرمۍ ډز وکړي؛ نو ځواب به یې پر لسو مرمیو ورکوي. په يو ويډيويي بيان کې علي امين ګنډاپور ویلي دي، چې زمونږ وقار تر پښو لاندې کیږي.

هغه وويل، چې نن یې د ګوند پر غړو مستقيم د ډزو له امله تر ٥٠ زيات کارکوونکي ټپيان شوي دي.

هغه زیاتوي؛ د پنجاب په حدودو کې په هرو درې کيلومترۍ کې پر موږ د مرمیو باران روان دى.

علي امین ګنډاپور وویل، چې له دې وروسته مه څوک ډزې وکړي، بیا به وویشتل شي.

هغه ویلي دي، چې د پښتونخوا خلک دې په قبایلو کې جرګې وکړي، ټول دې سره متحد شي.

علي امین ګنډاپور په دې ویډیوي پېغام کې وویل، چې نظامیان د ملت غږ نه شي کېدی او نه هم دوی د ولس رایو ته درناوی کوي.

هغه وویل: «نن زه د منظم انقلاب اعلان کوم، له انقلاب پرته بله حل لاره نه شته.»

علي امین ګنډاپور چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړی دی او د دې ګوند بندي مشر عمران خان د خلاصون لپاره د لاهور په شمول ګڼو ښارونو کې لاریونونه شوي دي.

دغه ګوند له هغه په لاریونونو لاس پورې کړ، چې په وینا یې د پاکستان په تېرو ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده او همدراز ټینکار کوي چې عمران ته ددې هېواد نظامیانو تر څنګ د شهباز شریف په مشری حکومت ورته بېلابیلې دسیسې جوړوي.

ننګرهاريان: د طالبانو د موټر سایکل سپرو قطعې په جوړېدو د غلو او طالبانو پېژندنه نه کیږي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۸ GMT+۱

د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د سل کسيزې موټرسایکل سپرو د قطعې جوړېدو ته په اشارې سره وایي، چې په دغه ولایت کې د وسله والو غلو او د طالبانو د دغه قطعې د طالب غړو تر منځ پېژندنه سخته ده.

د ننګرهار اوسېدونکي عطاالله نقیبي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې طالبان یوازې د نندارې لپاره نظامي لباس په تن کوي؛ خو د تالاشیو پر مهال یې د عامو وګړو په څېر جامې او لونګۍ په سر کړې وي، چې له غلو سره یې توپیر نه کیږي.

نوموړی وايي: "نظامي لباس، رینجر موټر او دولتي وسله د یوه رسمي پولیس شناخت دی؛ خو دا چې دوه طالبان له کلاشینکوفونو سره په موټرسایکل سپاره وي، موږ ته څه معلومات کیږي، چې دا غله دي که طالبان؟"

د نقیبي په خبره، چې په ننګرهار کې وخت ناوخت د طالبانو په جامه کې انسان تښتونې هم شوې دي.

په ننګرهار کې د طالبانو امنيه قوماندان د يکشنبې په ورځ د ښار د ۹ حوزو لپاره د موټر سایکل سپرو طالبانو سل کسيزه ګرځنده قطعه په نمايشي ډول خلکو ته وښودل.

د ننګرهار د طالبانو امنيه قوماندانۍ مرستيال محمدطاهر مبارز رسنيو ته ويلي، چې دا اقدام يې د امنيت د ټنګښت، د وسله والو غلو او جنایي پېښو د مخنيوي په موخه تر سره کړی.

د ننګرهار تر څنګ په ډېرو ولایتونو کې یو شمېر وسله وال پر موټر سایکل هدفي بريدونه او وسله والې غلاوې کوي.

په ننګرهار کې د موټرسایکل سپرو د دې سل کسيزې قطعې په جوړېدو خلک اندېښنه لري، چې که طالبان په شخصي جامو کې ګزمې او تلاشۍ ترسره کړي له غلو سره سره د پېژندلو توپير به ورته سخت وي.

په ډېرو سيمو کې د طالبانو امنيتي کسان په شخصي جامو کې د تلاشۍ په نوم ان د خلکو شخصي ټلیفونونه هم ګوري.

ننګرهاريان د دې قطعې جوړېدل د خلکو د ځورونې یو بل ګام یادوي.

د ننګرهار د طالبانو د قوماندانۍ مرستيال زیاتوي، چې له دې وروسته به د دې ولایت په ۲۲ ولسواليو کې هم د امنيت د ټينګښت لپاره ورته قطعې جوړې کړي.

په پاکستان کې د پولیو ۲۴مه پېښه ثبت شوې ده

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۰ GMT+۱

پاکستاني چارواکو په حیدر اباد کې د پولیو یوې نوې پېښې د ثبت خبر ورکړی. دا په پاکستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ۲۴مه پېښه ده، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلور برابره زیاتوالی ښيي.

د روغتیا په ملي انسټیټیوټ کې د پولیو د له منځه وړلو سیمه ییز لابراتوار تایید کړه، چې د ماشومانو د فلج يا پوليو وروستۍ قضیه د سند په حیدر اباد کې په یوه ۲۹ میاشتني هلک کې ليدل شوې.

په حیدر اباد کې یوه سیمه ییز چارواکي وویل، چې دغه ماشوم د وږې میاشتې په ۲۱ او ۲۹ د واکسیناسیون د کمپاین په ترڅ کې دوه ځله واکسین شوی و.

د راپورونو له مخې؛ د همدې کال له پیله تر اوسه په بلوچستان کې د پولیو ۱۵، په سند کې پنځه، په خیبر پښتونخوا کې دوې او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه - یوه پېښه ثبت شوې ده.

پاکستان د روان کال تر پایه د پولیو د واکسین دوه نور کمپاینونه پلان کړي دي، چې د ماشومانو خونديتوب پیاوړی کړي.

د پاکستان ترڅنګ افغانستان هم نه دی توانېدلی، چې دغه ناروغي له منځه یوسي.

د پرله پسې ننګونو سره - سره طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین ځنډولی دی

د افغانستان او ایران پر پوله د ورېښمو د پله لاره وتړل شوه

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۸ GMT+۱

په نیمروز ولایت کې یوې سرچینې د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان - ایران پر پوله د ورېښمو پول تړل شوی دی.

د سرچينو له مخې؛ دغه پوله هغه مهال وتړل شوه کله چې ايراني پوله ساتو يو افغان تبعه په ډزو وويشتو چې غوښتل يې له پولې واوړي.

دوی وايي، د افغان وګړي ټپي کېدل د ځینو طالبانو او ایراني پوله ساتو تر منځ لفظي شخړه رامنځته شوه.

ایران او طالبانو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو دوه خبريالان په لس کاله بند محکوم کړل

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۲ GMT+۱

یو شمېر معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د محمد عارف هجران او احمد کامران په نومونو دوه خبریالان په لس کاله بند محکوم کړي دي. د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د دغو خبریالانو د اوږد مهاله بند سزا غندلې ده.

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د محمد عارف هجران او احمد کامران د ژر تر ژره خلاصون لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

د خبریالانو د خوندیتوب سازمان د یکشنبې په ورځ د تلې په ۸ مه وویل چې په افغانستان کې د بیان ازادي اوس له جدي ګواښ سره مخ ده او دا ډول اقدامات یوازې د خبریالانو او د رسنیو د فعالانو لپاره د وېرې او ناامنۍ فضا لاپسې محدودوي.

تر دې مخکې د دغو خبریالانو څخه یې د یوه کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو پوځي محکمې محمد عارف هجران او احمد کامران په لس کاله بند محکوم کړي دي.

طالبانو دغه دوه خبريالان د جنګاښ په ١٦مه د کابل په خيرخانې کې ونيول او د وږي په ٢٧مه يې هر يو په لس کاله بند محکوم کړل.

دغو خبريالانو ته د نږدې سرچينو په وينا؛ طالبانو عارف هجران او همکار يې د کابل په خيرخانې کې د عاشورا د مراسمو د راپور ورکولو په تور نيولي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

عارف هجران له یو کال راهیسې د پیام خبري اژانس د خبریال په توګه دنده ترسره کوي او تر دې وړاندې یې په پیام مجاهد، پنجره او مانده ګار ورځپاڼو او یو شمېر نورو رسنیو کې هم کار کړی دی.