د افغانستان او ایران پر پوله د ورېښمو د پله لاره وتړل شوه

په نیمروز ولایت کې یوې سرچینې د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان - ایران پر پوله د ورېښمو پول تړل شوی دی.

په نیمروز ولایت کې یوې سرچینې د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان - ایران پر پوله د ورېښمو پول تړل شوی دی.
د سرچينو له مخې؛ دغه پوله هغه مهال وتړل شوه کله چې ايراني پوله ساتو يو افغان تبعه په ډزو وويشتو چې غوښتل يې له پولې واوړي.
دوی وايي، د افغان وګړي ټپي کېدل د ځینو طالبانو او ایراني پوله ساتو تر منځ لفظي شخړه رامنځته شوه.
ایران او طالبانو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.


یو شمېر معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د محمد عارف هجران او احمد کامران په نومونو دوه خبریالان په لس کاله بند محکوم کړي دي. د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د دغو خبریالانو د اوږد مهاله بند سزا غندلې ده.
دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د محمد عارف هجران او احمد کامران د ژر تر ژره خلاصون لپاره پر طالبانو فشار راوړي.
د خبریالانو د خوندیتوب سازمان د یکشنبې په ورځ د تلې په ۸ مه وویل چې په افغانستان کې د بیان ازادي اوس له جدي ګواښ سره مخ ده او دا ډول اقدامات یوازې د خبریالانو او د رسنیو د فعالانو لپاره د وېرې او ناامنۍ فضا لاپسې محدودوي.
تر دې مخکې د دغو خبریالانو څخه یې د یوه کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو پوځي محکمې محمد عارف هجران او احمد کامران په لس کاله بند محکوم کړي دي.
طالبانو دغه دوه خبريالان د جنګاښ په ١٦مه د کابل په خيرخانې کې ونيول او د وږي په ٢٧مه يې هر يو په لس کاله بند محکوم کړل.
دغو خبريالانو ته د نږدې سرچينو په وينا؛ طالبانو عارف هجران او همکار يې د کابل په خيرخانې کې د عاشورا د مراسمو د راپور ورکولو په تور نيولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
عارف هجران له یو کال راهیسې د پیام خبري اژانس د خبریال په توګه دنده ترسره کوي او تر دې وړاندې یې په پیام مجاهد، پنجره او مانده ګار ورځپاڼو او یو شمېر نورو رسنیو کې هم کار کړی دی.

هغه لوبه، چې د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د افغانانو په پراخه جغرافیه کې راپیل شوه، ورو ورو یې د ډیورند د ښکېلاکي کرښې د راکاږلو منطق روښانه کړ. د انگریزي ښکېلاک پانګوالې ټلوالې ته باید دلته د خپلو سیالانو د ویرولو لپاره د جهل و جنګ و مغزمینځنې یوه جغرافیا جوړه شوې وای.
دغه جغرافیه د سړې جګړې او تر سړې جګړې روسته د لویو پانګوالو ځواکونو د سیالۍ او رقابت په ډګر واړول شوه. د انګریز، امریکا، روس، چین، اروپا، ایران و عربو او د هغو سیمهییزو انډیوالانو دلته افراطي ډلې وکرلې او د شپېتو زرو مدرسو او معهدونو په جوړولو یې دا جغرافیا د ایډیولوژیکو بمونو په لویه کارخانه بدله کړه.
د لویې خواشینۍ ځای دا و، چې پښتونمېشتی وطن د دې لویې توطئې په مرکز کې راغی او په ټس کې یې لکونو پښتنو خپل سرونه وخوړل.
د دې غمیزې اصلي اړخ دا و، چې پښتنو او په مجموع کې افغانانو د پردیو په دې سیالیو کې په پردیو ټوپکو یو بل تکفیر او ووژل.
یو پښتون غازي شو، بل شهید.
د ډیورند کرښه ځکه راکاږل شوې وه، چې یو خو په سیمه کې افغان د یوه لوی ملت په حیث سره وویشي او کمزوری یې کړي، ځکه له کمي و کیفي پلوه دا لوی ملت که روښانه، ویښ، شعوري او سره یولاس وای، بیا خو یې د ښکېلاک پېچلې استخباراتي لوبې دلته نه پرېښودې او د ښکېلاک سیمهییز ځري یې هم پرخپل ځای کېنول.
پاچاخان ښايي لومړنی افغان مشر و، چې د دې لوبې په سروبر پوه شوی و او په دې اړه سپین سپین غږېده. د سړې جګړې پرمهال یې وار وار دا خبره کوله، چې جګړه پردۍ ده، جنګ د روس او امریکا دی او وژل کیږي، پهکې افغانان. پاچاخان تر دې هم یوګام وړاندې کېښود؛ د دې رنځ دارو يې هم معرفي کړل، د ټولو افغانانو یووالی، ویښتیا، روښانتیا، د مورنۍ ژبې و فرهنګ ساتل، ښځو ته حق ورکول، ښوونځي و پوهنځي پرانیستل او د پښتنو مدني کول، له خپلو سرچینو یې خبرول او په خپل برخلیک یې حاکمول.

تر پاچا خان روسته نور ملتپال ورو - ورو له خپل ملي تګلوري پردي کړای شول، د قدرت او څوکیو په ټس کې ورو ورو پاکیستانیان کېدل. پاکستاني پوځي واکمنۍ چې دا چاره ولیدله، نو له لویو پانګوالو ښکېلاکي قدرتونو سره یې انډېوالي پخه کړه.
د خپل ستراتيژیک عمق او وړاندې راتلونکي سیاست (Forward Policy) په لړ کې یې د څښنده نیواک ( اشغال خزنده) راپیلولو په پار یې د پښتنو پرزمکه د افراطي پوځي ډلو د روزلو او هستوګنې ځالې جوړې کړې او په دې توګه د پښتنو خاوره د نړیوالو ترهګرو په جنت واوښته.
په تېرو شاوخوا پینځه څلویښتو کلونو کې پښتانه له لاندې تېریو سره مخامخ ول:
په تېرو شلو کلونو کې چې پاکیستان د ترهګرۍ په ضد د تش په نامه جګړې سیمهییزه ټېکه ترلاسه کړه، نو لویدیزو انډیوالانو ته یې په غوږ کې وروڅڅول، چې پښتانه یعنې ترهګر! په دې توګه یې له امریکایانو او ناټو څخه وسلې او پیسې ترلاسه کولې او په بدل کې یې پښتانه پرې وژل او د پښتنو کورونه و بازارونه یې ورانول. دا وژل، ورکول او کډوال کول دومره زیات شول، چې نور نو د ولس حوصله تنګه شوه، چاړه هډوکي ته ورسېده او د یوه ولسي غبرګون په توګه د پښتونژغورنې غورځنګ رامنځ ته شو.
پښتونژغورنې غورځنګ ډېر ژر د پاکستاني استبلېشمینټ شا ولړزوله او وار و پار یې ترې خطا کړل. پوځ د غورځګ څه ځوان مشران او اغېزناک شخصیتونه په نښه کړل او یو یو یې ووژل.
علي وزیر یې میاشتې و کلونه د تورو تنبو شاته زنځیر و زولانه کړ او د مشر منظور پښتین له نیولو او زنداني کولو ها خوا یې د هغه هر قدم ته تیږې و ډبرې وغورځولې. د غورځنګ په تېر شاوخوا شپږ اووه کلن مزل کې پاکستاني پوځ هرې دسیسې او خونړۍ حملې ته لاس وغځواه چې دغه د ولس له منځه راپورته شوی غورځنګ له پښو وغورځوي. په وروستي اقدام کې یې د دغه غورځنګ یو انقلابي مبارز او شاعر ګیلهمن وزیر چې په روستیو کلونو کې د پښتنو د ملي مبارزې د ژبې او وینا په سېمبول بدل شوی و، په ظالمانه بڼه وواژه.

د ګیلهمن وژلو ولس سخت وقهراوه او ولسي توپان یې په غبرګون کې په څپو څپو راووت. دا مهال منظور پښتین په ټول ولس غږ وکړ، چې خپلې ګډې روستۍ پرېکړې ته چمتو شي.
د پښتونژغورنې غورځنګ مشر د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱۱ مه نېټه د یوې ولسي – ملي جرګې د جوړېدا اعلان وکړ، چې په هغې کې به ولس خپله برخلیکټاکونکې پرېکړه کوي. په دې ورځ به د ټول پښتون ټبر مشران او استازي په خیبر کې راټولیږي او په دې به خبرې کوي، چې څنګه د دوښمن دغې پېچلې استخباراتي لوبې ته د پای ټکی کېږدي؟
څنګه د خپلو ځوانانو د وینو د رودونو دبهېدا مخه نیولای شي او څنګه خپلې سرچینې، هویت، ژبه او فرهنګ له ورکاوي ژغورلای شي؟ څنګه د خپلې خاورې خپل وطن اختیار په خپل لاس کې اخیستلای شي؟ او څنګه د افغاني خاورې د پنجابي کولو مخنیوی کولای شي؟
د منظور پښتین دغه غږ ته لرو برو افغانانو په ولولو هرکلی ووایه او له هرې خوا څخه د اکتوبر د ۱۱ مې غونډې ته چمتووالي پیل شول.
منظور پښتین هرې تپې و خېل و ټبر ته خپل سفرونه پیل کړل، له ملتپالو مشرانو سره یې وکتل او هرچا ته یې د ګډون اړتیا او بلنه وویله. ځینو د ولس خواخوږیو ملتپالو یې ملګرتیا وکړه، ځينې پاکیستاني شویو تش په نامه ملتپالو یې مخالفت وکړ او په زغرده یې ورته وویل، چې موږ پاکستانیان یو او ستا اجندا افغاني ده، موږ دې ملګرتیا نه کوو.د پښتونژغورنې غورځنګ مشرانو چې د ملت پراخ هرکلی او ملاتړ ولید، ستړي نهشول او شپه و ورځ یې په ځان یوه کړه، چې دا غونډه هغسې چې دوی پتیېلې ده، جوړه شي او د پښتانه د خپلواکۍ پرېکړه له ځانه سره ولري.
دوښمن چې له غونډې ډېر وېرېدلی دی، هم کرار ناست نه دی او له هرې لارې څخه یې مخنیوي ته دسیسې جوړوي.
تر ګیلهمن روسته یې هم د پښتونژغورنې غورځنګ ګڼ شمېر اغېزناک او ځوان ملګري ووژل او وویرول. د بدو او ښو طالبانو جګړې یې زیاتې کړې، هلته و دلته یې بمونه وچول، پر ډیورند کرښه يې تیري وکړل او سیمه یې بیا په کلکه پوځي کړه. د قومونو تر منځ یې بدیو جوړولو ته ملا وتړله او هرځای کې چې د شیعه و سني پښتنو ترمنځ شخړه جوړېدلای شوه هلته یې د وینو بهولو لپاره خپل شیطاني لښکر فعال کړ.
د « عزم استحکام» عملیاتو لپاره یې د پښتنو په سیمو پوځي لښکر راخوشې کړ، چې د ولس له کلک مقاومت سره مخ شو. په بنو، لکي مروت او ګڼو نورو سیمو کې ځايي پولیسو د ولس ملاتړ پیل کړ، پوځ یې له خپلو سیمو وشاړه او خپلو دریشیو (یونیفورم) ته یې اور واچاوه.
خو پوځ کرار نه شو، خپلو مرموزو قتلونو او ترور ته یې دوام ورکړ او د پښتنو ترمنځ یې کور په کور د بدیو جوړولو ته ملا وتړله. تش په نامه ملتپال یې وهڅول او د دوی له کمزوریو په ګټنه یې اړ کړل، چې د پښتنو د راټولېدلو مخنیوی وکړي. علي وزیر یې بیا ونیوه او سره له دې چې محکمې یې د بېګناهۍ او خوشې کولو صریح حکم ورکړی دی، خو د پوځ استخباراتي څانګو پرته له هېڅرزا قانوني لاسونده ورک او زنداني ساتلی دی. علي وزیر د پراخ ولسي ملاتړ و نفوذ خاوند ملي شخصیت دی، چې پنجابي پوځ يې له ازاد فعالیت څخه ډېر زیات ویریږي.
تردې ورهاخوا یې په کورمه کې یوځل بیا د شیعه او سُني پښتنو تر منځ د جګړې بټۍ توده کړه او دا ځل یې د دوی تر منځ داسې شیطاني دسیسه تېره کړه، چې دواړه لوري مورچلونو ته سره ولویدل او یو د بل په ضد یې د مرګونو فتواوې ورکړې. د سیمې خلک وايي، چې دوی نه پوهیږي څوک او ولې د وروڼو په شان شیعه او سُني پښتنو ترمنځ جګړه پېښوي؟

او بیا ګورو چې له ناڅرګندو سرچینو څخه دواړه لوریو ته درنې او سپکې وسلې ورکول کیږي.
په دې سیمه کې چې خلک وږي دي او د سبا و بېګاه نه لري، هلته چې نه ښوونځي شته نه روغتون و سړک و د څښلو اوبه او نور خدمات، هلته دومره پرېمانه وسله له کومه کیږي؟
اوس خو خبره دې ته رارسېدلې ده، چې په سیمه کې لوی توغندي او ویجاړوونکې وسلې دواړو لوریو ته ورکړل شوي دي. همدا څو ورځې مخکې د صدې په بازار داسې درانه توغندي وورول شول، چې په سیمه کې یې پخوا ساری لیدل شوی نه و.
توغندیو د صدې بازار ړنګ او په وینو ولاړه. همدا تېره ورځ په میرعلي بازار کې بیا اورنۍ وسلې وکارېدې، نیمایي میرعلي بازار یې د اور خوراک کړ. په میرعلي ګنج کې انسانان او غواګانې ژوندۍ ژوندۍ وسیزل شوې او د وحشت و دهشت یوه خونړۍ منظره یې جوړه کړه. پوځ دغه ټول بازار یوازې د یوه وسلوال په لټون پسې ویجاړ کړ. تېر ماښام د جنوبي وزیرستان په یوه جومات د ډرون برید وشو او ګڼ لمونځکوونکي یې په خپلو وینو کې ولړل.
لویه ستونزه دا ده، چې په سیمه کې رسنۍ تقریباً نهشته، انترنیت او تیلیفونونه سم کار نه کوي او هرڅه د پوځ له خوا سانسوریږي. له سیمې رارسېدلي پېښلیدونه څرګندوي، چې هره ورځ په وړو او غټو کلیو او ښارګوټیو کې څو څو کسان ترور کیږي، هیڅوک نه پوهیږي، چې دا وژنې څوک او ولې کوي؟ یو شمېر کلي او ښارګوټي ډلهییزې کډوالۍ ته اړ کیږي او په لوی لاس سیمې د ترهګرو ځای په ځای کېدا ته تشیږي. که څوک نه وځي وژني یې.
که ولس پرېکړه وکړي، چې سره یو لاس به پاتې کیږي، نو هغه څه پرې راځي لکه په صدې او میرعلي بازارونو چې راغلل.
د دوښمن هراړخیزه هڅه روانه ده، چې د اکتوبر د ۱۱ مې نېټې جرګه له خنډو ځنډ سره مخامخ کړي، مزاحمت یې وکړي، د جوړېدا مخه یې ونیسي او یا یې هم پرېکړې سبوتاژ او منحرفې کړي. پوځ د دې غونډې په درشل کې حتی خپل تشکیلات بدل کړل، ترهرڅه وړاندې یې د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی اصف درانی له کاره ګوښه کړ، تر دې روسته یې د پاکیستان د استخباراتي سازمان (آی. اس. آی) مشر جنرال ندیم انجم ګوښه او پرځای یې جنرال عاصم ملک وټاکه، چې په وزیرستان او بلوچستان کې د پوځي چارواکۍ تجربه لري.
دغه جنرال عاصم ملک په انګلستان او امریکا کې زدکړې کړي او په دوو ناکرارو سیمو پښتونخوا او بلوچستان کې د خلکو د ځپلو تجربه لري.
د اکتوبر ۱۱مه ورځ تربلې رانږدې کيږي، د ولس ورته تمې او هیلې زیاتیږي او د دوښمنانو ورڅخه ویره او وحشت اضافه کیږي. په داسې حال کې چې ملت یې پرته له ملاتړه بل څه کړلای نهشي، خو دوښمن په باروتو، وسلو او وحشت و ترور غواړي د دغې تاریخي راټولېدنې مخه ډب کړي. وبه لیدل شي، چې په راروانو دوه اونیو کې نور څه پېښيږي؟ خو هغه څه چې له ورایه څرګنده ده، د افغان لوی ولس ویښتیا او روښانتیا ده، چې ښايي دا ځل د خپل برخلیک د ټاکنې لپاره سره یو لاس راپورته شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د افغانستان د سويلي ولایت زابل د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو وزير ته په يوې غونډه کې ويلي، چې په تېره شل کلنه جګړه کې يې کورونه د جګړو سنګرونه وو؛ خو اوس مهال د ژوند لومړنيو اسانتياو ته لاس رسی نه لري. دوی د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کړې.
د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ويلي، چې نورالله نوري د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې په يوې ولسي غونډه کې برخه اخيستې.
د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو د سړکونو خراب حالت، د څښاک پاکو اوبو نه شتون، د روغتيایي او ښوونيزو مرکزونو نشتوالی يې د ستونزو په ډول ياد کړل.
دغه اوسېدونکو د طالب وزير څخه غوښتنه وکړه، چې د اړوند ادارو سره دې د دوی ستونزې شريکې او حل کړي.
د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکو زياته کړه: « زموږ کورونه د طالبانو سنګرونه وو؛ خو زموږ د ستونزو حل ته دې پاملرنه وشي.»
د طالبانو د قومونو او قبايلو وزير نورالله نوري غونډې ته په خبرو کې د خلکو د ستونزو د حل ژمنه کړې.
هغه زياته کړې: «له نړۍ سره اړيکې پراخوي او افغانستان به د منځنۍ اسيا په نقطه بدليږي.»
د نورالله نوري په خبره، چې په يوه ټکني حالت کې يې د افغانستان وضعیت او ادارې عادي وساتلې.

وړاندې تر دې هم ډېرو افغانانو پر طالبانو نيوکې کړي، چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو پر مهال یې د ملکي کسانو کورونه د سپر په توګه کارول او له همدې امله ملکي تلفات زيات وو.
اوس دا دی ولسي خلک مخامخ طالب مسوولینو ته د پېغور په شکل وایي، چې «کورونه مو د جګړو د سنګر په توګه درکړل؛ خو د واک تر لاسه کولو وروسته مو ستونزي نه دي را حل کړي.»
خلک د واکمنو طالبانو څخه ګيله کوي، چې نه یې د ژوند لومړنۍ ستونزي ور حل کړې او نه یې هم کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
خو وړم کال د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند له خلکو غوښتي وو، چې د ستونزو پر مهال خدای ته "بغارې" ووهئ.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت وایي، چې د دې وزارت مرستیال عبدالرزاق اخند بادغیس ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ډلې د ځانمرګو بریدګرو له کورنیو سره وکتل. عبدالرزاق پر دغو کورنیو «نغدي مرسته» ووېشله او له هغوی یې وغوښتل، چې طالبانو ته دعا وکړي.
په خبرپاڼه کې د وېشل شویو مرستو اندازه نه ده څرګنده شوې.
تر دې وړاندې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت د زمري په ۳۱ مه د خپلو فعالیتونو د راپور ورکولو په کلني پروګرام کې ویلي وه، چې هغه ۲۸ زره ۱۸۳ معلولین او د جګړې د قربانیانو کورنۍ، چې مستحقي نه وې له سیسټم څخه يې ليري کړي.
دغه وزارت د يتيمو کورنیو شمېر ۱۱۸ زره ۹۰۸ اعلان کړی.
یو شمېر کارپوهان وايي، چې طالبانو د افغانستان د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو د قربانیانو د کورنیو نومونه لیرې کړي او پر ځای یې د خپلو ځانمرګو بریدګرو د کورنیو نومونه د دغه وزارت په سیستم کې شامل کړي دي.

ملګري ملتونه وايي، چې د یوناما نوې سیاسي مرستیاله جورجیت کانیون د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره کابل ته ورسېده. دغه کاناډایي حقوق پوهه د روانې میاشتې په سر کې د م، م د سرمنشي انتونیو ګوټریش لهخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیاله وټاکل شوه.
ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې مېرمن ګانیون د سولې په بهیر کې خپله ۲۸ کلنه تجربه، د بشري حقونو او له جګړې وروسته سیمو کې د پرمختګ په برخو کې د ستراټیژیکو نوښتونو تجربې افغانستان ته راوړي.
نوموړې د ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۵ م کاله په کابل کې د یوناما د بشري حقونو د مدیرې په توګه هم کار کړی.
مېرمن ګانیون له ۲۰۲۱ کال وروسته د لېبیا په چارو کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ په ماموریت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د مرستیالې او د بشري چارو د همغږي کوونکې په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړې په افریقا، سوریه او بالکان کې د ملګرو ملتونو، ملي حکومتونو او نادولتي موسسو سره د ولسي وګړو د ساتنې، بشري حقونو او د قانون حاکمیت په برخه کې د مشرې او لوړپوړې مشاورې په توګه کار کړی دی.
اغلې ګانیون په کاناډا کې د یورک پوهنتون څخه په حقوقو کې لیسانس او د انګلستان د ایسکس پوهنتون څخه د نړۍوالو بشري حقونو په برخه کې ماسټري لري.
دا ښځینه کاناډایي حقوقپوهه په داسې حال کې په کابل کې د یوناما د سیاسي مرستیالې په توګه کار پیلوي، چې طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون په تصویب سره پر ښځو بندیزونه څو برابره زیات کړي دي.
د طالبانو د بندیزونو او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو په غبرګون کې څلورو هېوادونو جرمني، کاناډا، اسټرالیا او هالنډ مخکې شوي، او غوښتنه یې کړې چې دغه ډله د عدالت نړۍوالې محکمې ته وړاندې کړي.