په دې سیمو کې استخباراتي مدرسې دومره ډېرې جوړې شوې، چې ښوونځي و پوهنځي یې له خلکو هېر کړل. د پښتانه بچیان وو او د افراطي کېدلو په کارخانو کې د دوی د مغزو مینځل. د پښتنو بچیانو ته ټوپک او ځانمرګي واسکټونه ورکړل شول او د دوی په افراطي کولو، بېسواده ساتلو او متشدد کولو یې د دوی بشري پانګه له منځه یووړه.
د طبیعي پانګې او سرچینو غلا:
د پښتنو سیمه له کاني پلوه بډایه سیمه ده، پریمانه روانې خوږې اوبه، اینرژي، کاني توکي، کرنیزمحصولات او نور یې د پنجاب له خوا په وړیا توګه وړل کېدل او په بدل کې یې دوی ته یوازې ټوپک او باروت راوړل.
د پښتو ژبې او پښتني فرهنګ مسخ و له منځه وړل:
په پښتني سیمو کې ښوونځي و پوهنځي نه وو، که وو هم مورنۍ ژبه پښتو په کې نه وه، په مهندسي شوې بڼه په دغو سیمو کې د پښتو ژبې و فرهنګ د له منځه وړلو هڅه راپیل شوې وه، چې ځای یې اردو او انګریزي ژبو ته ورکول کېده او په مدرسو او معهدونو کې عربي ژبه هم پرې سرباری وه.
خو پوځ کرار نه شو، خپلو مرموزو قتلونو او ترور ته یې دوام ورکړ او د پښتنو ترمنځ یې کور په کور د بدیو جوړولو ته ملا وتړله. تش په نامه ملتپال یې وهڅول او د دوی له کمزوریو په ګټنه یې اړ کړل، چې د پښتنو د راټولېدلو مخنیوی وکړي. علي وزیر یې بیا ونیوه او سره له دې چې محکمې یې د بېګناهۍ او خوشې کولو صریح حکم ورکړی دی، خو د پوځ استخباراتي څانګو پرته له هېڅرزا قانوني لاسونده ورک او زنداني ساتلی دی. علي وزیر د پراخ ولسي ملاتړ و نفوذ خاوند ملي شخصیت دی، چې پنجابي پوځ يې له ازاد فعالیت څخه ډېر زیات ویریږي.
تردې ورهاخوا یې په کورمه کې یوځل بیا د شیعه او سُني پښتنو تر منځ د جګړې بټۍ توده کړه او دا ځل یې د دوی تر منځ داسې شیطاني دسیسه تېره کړه، چې دواړه لوري مورچلونو ته سره ولویدل او یو د بل په ضد یې د مرګونو فتواوې ورکړې. د سیمې خلک وايي، چې دوی نه پوهیږي څوک او ولې د وروڼو په شان شیعه او سُني پښتنو ترمنځ جګړه پېښوي؟
د کورمې په یو مذهبي مرکز کې د وسلو ډیپو
او بیا ګورو چې له ناڅرګندو سرچینو څخه دواړه لوریو ته درنې او سپکې وسلې ورکول کیږي.
په دې سیمه کې چې خلک وږي دي او د سبا و بېګاه نه لري، هلته چې نه ښوونځي شته نه روغتون و سړک و د څښلو اوبه او نور خدمات، هلته دومره پرېمانه وسله له کومه کیږي؟
د طالبانو د قومونو او قبايلو وزير نورالله نوري غونډې ته په خبرو کې د خلکو د ستونزو د حل ژمنه کړې.
هغه زياته کړې: «له نړۍ سره اړيکې پراخوي او افغانستان به د منځنۍ اسيا په نقطه بدليږي.»
د نورالله نوري په خبره، چې په يوه ټکني حالت کې يې د افغانستان وضعیت او ادارې عادي وساتلې.
د طالبانو د قومونو او قبایلو وزير نورالله نوري د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې
وړاندې تر دې هم ډېرو افغانانو پر طالبانو نيوکې کړي، چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو پر مهال یې د ملکي کسانو کورونه د سپر په توګه کارول او له همدې امله ملکي تلفات زيات وو.
اوس دا دی ولسي خلک مخامخ طالب مسوولینو ته د پېغور په شکل وایي، چې «کورونه مو د جګړو د سنګر په توګه درکړل؛ خو د واک تر لاسه کولو وروسته مو ستونزي نه دي را حل کړي.»
خلک د واکمنو طالبانو څخه ګيله کوي، چې نه یې د ژوند لومړنۍ ستونزي ور حل کړې او نه یې هم کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
خو وړم کال د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند له خلکو غوښتي وو، چې د ستونزو پر مهال خدای ته "بغارې" ووهئ.
د خپل قام او ولس د هغو بې وزلو او مظلومو انسانانو د حق غوښتنه کوي، چې اولادونه یې د وحشت، بربریت او جبر تورو زندانونو وخوړل، د هغو لاشونو پوښتنه کوي چې هره ورځ یې د کلي شا و خوا پراته وي او هیڅوک یې د مرګ پور پر غاړه نه اخلي، لنډه دا چې د دې خبرې پوښتنه کوي چې ولې هره ورځ پړ هم زه یم او مړ هم زه یم.
منظور دغه غوښتنې او پوښتنې په ډېره سپېڅلتیا، جرئت، متانت او معقولیت په تش لاس د تور او مستبد رژیم مخې ته ږدي.
هغه ګواښل کېږي، بندي کېږي، ګل - ګل او چنار - چنار ملګري یې په دې لاره کې شهیدانېږي، بلکې هره ورځ، هره ګړۍ او هره شېبه یې د سندان او څټک تر منځ تېرېږي.
زولنې یې لاسونو او پښو ته پرتې دي؛ څو لیوانو حلقه کړی، خو ځوان رهبر بیا هم خپله خبره ډېره غوڅه او جوته کوي او وایي که په اټوم بم یې هم کښېنوي تر خپل دریځ او داعیې نه تېرېږي.
دغه ځانګړتیاوې د یوه سپېڅلي داعي او یوې سپېڅلې داعیې دي. منظور د خپلې داعیې پر سپېڅلتیا پوخ باور لري، له همدې امله هر ډول کړاونو ته لکه سپر درېږي او ولاړ دی.
سپېڅلې او پیغمبري داعیه تل د الله تعالی او مظلومو مومنانو په مرسته تکیه کوي، پر خپل مظلومیت له هیچا سره معامله نه کوي.
منظور له هېڅ چارواکې او هېڅ مقام سره د بندو دروازو شاته نه کېنې، نه د کومې استخباراتي کړۍ په دام کې ځان بندوي، نه د شخصي ګټو او منصب لپاره په قوم او ولس سودا کوي او نه د نیابتي ډلو ټپلو په څېر د اسلام او جهاد په تشو نارو او پردۍ فتوا ولس تېرباسي او نه په پردي ټوپک خپل ولس ته د ازادي او فتح زېري ورکوي؛ بلکې ولس را ویښوي، خلکو ته شعور ورکوي، په یوه ژوندي او بااحساسه ملت یې بدلوي چې هر فرد یې د خپلو وسایلو، خپل اختیار، حیثیت او وقار غوښتونکی شي.
نور ملتونه استخباراتي ملایان او استخباراتي مدرسي نه لري، چې د قوم او ولس د ویښتابه او شعور هره چیغه بې دیني وګڼي، له قوم سره مینه ګناه وبولي، ملتپالنه، د ملت را ویښول، د کرایې او استخباراتي ملا له لومې یې خلاصول کفر وګڼي.
نور ملتونه او قومونه علماء لري، د دین په روح او حقیقت خبر دي، هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره روان دي، هغوی د خپل خیل، قوم او ملت ژغورنه او ګټې لومړیتوب ګڼي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل ولس، خلکو او وطن سره مینه کړې، بلکې د ټول بشریت ژغورنه یې له خپل خیل، قوم او قبیلې پیل کړې، ستر ذات داسې امر ورته وکړی دی:
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه، ایا دا هم تعصب دی چې سړی له خپل قوم سره مینه ولري؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« لَا، وَلَكِنْ مِنَ الْعَصَبِيَّةِ أَنْ يَنْصُرَ الرَّجُلُ قَوْمَهُ عَلَى الظُّلْمِ»(۲) نه، تعصب دا دی چې یو سړی په ظلم کې له خپل قوم سره مرسته وکړي.
دا عصبیت او قومیت نه دی، چې سړی د خپل قوم او ولس لپاره د هغوی د حقوقو غوښتنه وکړي او پر خپل قوم د ظلم، تېري او وحشت پوښتنه وکړي؛ بلکې د خپل مظلوم او بېوزله ورور اوښکې پاکول او د ظالم له ظلمه یې خلاصول ستر جهاد دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل وطن او ټاټوبې سره څومره مینه کړې!
مکه مکرمه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خاپوړو ښار دی، څنګه یې مخاطب کړی!:
«ما أَطْيَبَكِ مِن بلدٍ ! وأَحَبَّكِ إليَّ ! ولولا أن قومي أَخْرَجُونِي منكِ ما سَكَنْتُ غيرَكِ»(۳)
"ته څومره پاک ښار یې! او څومره پر ما ګران یې! که خپل قوم مې له تا څخه ونه باسي، له تا پرته په بل ښار کې نه اوسېږم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم مشرکینو مجبور کړ، چې خپل وطن پرېږدي او مدینې منورې ته هجرت وکړي؛ خو بیا هم د خپل وطن مینه ورسره مله پاتې شي، فرمایي:
«اللهم حبب إلينا المدينة كحبنا لمكة أو أشد»(۴)
"ای الله! د مکې په څېر مو له مدینې سره هم مینه پېدا کړه او یا تر هغې زیاته.
له خپل وطن سره مینه طبیعي ده، هر انسان له خپل ټاټوبې سره مینه لري.
وطن ستا تشخص او پېژندګلوي ده، ستا هویت، درنښت او حیثیت دی، که بې وطنه یې، نه ته او نه ستا خبره ارزښت لري.
دلته د وطنپالنې، ملتپالنې، له خپلو خلکو او ولس سره د میني، ویښتابه او شعور چیغه هغو خلکو ناروا بللې، چې ولس یې له ځان سره د دین په نامه تسخیر کړی دی او هغه تش په نامه ملتپال ګوندونه یې مخالفت کوي، چې ولس یې د ملتپالنې په تشو نارو اوږده موده تېر ایستلي او ګرو کړی دی.
د اکټوبر یولسمه نېټه رارسېږي، ملنګ رهبر ناسته، ملاسته، خوب، راحت او استراحت په ځان حرام کړي او لګیا دی کور په کور، کلي په کلي ګرځي د خپل ولس د زګېرویو، کړاونو او دردونو کیسې، د خپل وطن د وسایلو او مسایلو کره او بشپړ مالومات راټولوي، د پښتنو د هر مشر په حجره کې یې ګونډه ماته کړې او د دې ورځې د اهمیت په اړه خبره ورته کوي.
منظور وایي، چې په دې ولس او ملت ستره غمیزه تېره شوي؛ خو له هیچا سره یې کره او بشپړ مالومات نه شته.
هغه وایي، زموږ غمېزه یواځې دا نه ده، چې پلرونه، ترونه، وروڼه، زامن او ورېرونه مو لاپته دي؛ بلکې دلته جبر، ظلم او ستم داسې اوج ته رسېدلی چې نه مو سر او نه مو مال او نه مو وقار خوندي دي او زموږ له دې ټولو ستونزو او کړاونو نړۍ وال څه چې خپل وګړې هم په سم ډول خبر نه دي.
د منظور هره چاره پر شفافیت او سپېڅلتیا ولاړه ده، هغه وایي، چې هر ملت د مبارزې او خوځښت لپاره یوه داسې ملي روایت او نریټیف ته اړتیا لري، چې خپل او پردي پرې قناعت وکړي او د هیچا په زړه کې شک پاتې نه شي.
له همدې امله د خپل ولس له کړاو، درد او مظلومیت څخه یوه داسې ملي داعیه او ملي روایت جوړوي، چې د دې ستر پښتون ملت هر وګړی یې بدرګه کړي او په دې لاره کې هر ډول قرباني ته تیار شي؛ ځکه مظلومیت د بشریت او په تېره بیا د اسلام په تاریخ کې تر ټولو ستره داعیه ده، چې هر انسان ته د ظالم پر وړاندې د کلک درېدلو او مقاومت اجازه ورکوي او الله تعالی تل د مظلوم ملګرتیا کوي.
ستر ذات خپل استازي او د هغه ملګرو ته هغه وخت د وسله والي مبارزې اجازه ورکړه، چې کله د دوی پر وړاندې د قریشو ظلم، تېری او تجاوز له زغمه وووت او ورته ویې فرمایل: