• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زابليان: تېر شل کاله مو کورونه د جګړو سنګرونه وو خو اوس د ژوند لومړنۍ اسانتياوې نه لرو

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۴ GMT+۱

د افغانستان د سويلي ولایت زابل د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو وزير ته په يوې غونډه کې ويلي، چې په تېره شل کلنه جګړه کې يې کورونه د جګړو سنګرونه وو؛ خو اوس مهال د ژوند لومړنيو اسانتياو ته لاس رسی نه لري. دوی د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کړې.

د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ويلي، چې نورالله نوري د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې په يوې ولسي غونډه کې برخه اخيستې.

د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو د سړکونو خراب حالت، د څښاک پاکو اوبو نه شتون، د روغتيایي او ښوونيزو مرکزونو نشتوالی يې د ستونزو په ډول ياد کړل.

دغه اوسېدونکو د طالب وزير څخه غوښتنه وکړه، چې د اړوند ادارو سره دې د دوی ستونزې شريکې او حل کړي.

د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکو زياته کړه: « زموږ کورونه د طالبانو سنګرونه وو؛ خو زموږ د ستونزو حل ته دې پاملرنه وشي.»

د طالبانو د قومونو او قبايلو وزير نورالله نوري غونډې ته په خبرو کې د خلکو د ستونزو د حل ژمنه کړې.

هغه زياته کړې: «له نړۍ سره اړيکې پراخوي او افغانستان به د منځنۍ اسيا په نقطه بدليږي.»

د نورالله نوري په خبره، چې په يوه ټکني حالت کې يې د افغانستان وضعیت او ادارې عادي وساتلې.

د طالبانو د قومونو او قبایلو وزير نورالله نوري د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې
100%
د طالبانو د قومونو او قبایلو وزير نورالله نوري د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې

وړاندې تر دې هم ډېرو افغانانو پر طالبانو نيوکې کړي، چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو پر مهال یې د ملکي کسانو کورونه د سپر په توګه کارول او له همدې امله ملکي تلفات زيات وو.

اوس دا دی ولسي خلک مخامخ طالب مسوولینو ته د پېغور په شکل وایي، چې «کورونه مو د جګړو د سنګر په توګه درکړل؛ خو د واک تر لاسه کولو وروسته مو ستونزي نه دي را حل کړي.»

خلک د واکمنو طالبانو څخه ګيله کوي، چې نه یې د ژوند لومړنۍ ستونزي ور حل کړې او نه یې هم کاري فرصتونه ورته برابر کړي.

خو وړم کال د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند له خلکو غوښتي وو، چې د ستونزو پر مهال خدای ته "بغارې" ووهئ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالب چارواکو په بادغیس کې د ځانمرګو بریدګرو پر کورنیو پیسې ووېشلي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت وایي، چې د دې وزارت مرستیال عبدالرزاق اخند بادغیس ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ډلې د ځانمرګو بریدګرو له کورنیو سره وکتل. عبدالرزاق پر دغو کورنیو «نغدي مرسته» ووېشله او له هغوی یې وغوښتل، چې طالبانو ته دعا وکړي.

په خبرپاڼه کې د وېشل شویو مرستو اندازه نه ده څرګنده شوې.

تر دې وړاندې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت د زمري په ۳۱ مه د خپلو فعالیتونو د راپور ورکولو په کلني پروګرام کې ویلي وه، چې هغه ۲۸ زره ۱۸۳ معلولین او د جګړې د قربانیانو کورنۍ، چې مستحقي نه وې له سیسټم څخه يې ليري کړي.

دغه وزارت د يتيمو کورنیو شمېر ۱۱۸ زره ۹۰۸ اعلان کړی.

یو شمېر کارپوهان وايي، چې طالبانو د افغانستان د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو د قربانیانو د کورنیو نومونه لیرې کړي او پر ځای یې د خپلو ځانمرګو بریدګرو د کورنیو نومونه د دغه وزارت په سیستم کې شامل کړي دي.

د یوناما نوې سیاسي مرستیاله د خپل کار د پیل لپاره کابل ته ورسېده

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۱

ملګري ملتونه وايي، چې د یوناما نوې سیاسي مرستیاله جورجیت کانیون د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره کابل ته ورسېده. دغه کاناډایي حقوق پوهه د روانې میاشتې په سر کې د م، م د سرمنشي انتونیو ګوټریش له‌خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیاله وټاکل شوه.

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې مېرمن ګانیون د سولې په بهیر کې خپله ۲۸ کلنه تجربه، د بشري حقونو او له جګړې وروسته سیمو کې د پرمختګ په برخو کې د ستراټیژیکو نوښتونو تجربې افغانستان ته راوړي.

نوموړې د ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۵ م کاله په کابل کې د یوناما د بشري حقونو د مدیرې په توګه هم کار کړی.

مېرمن ګانیون له ۲۰۲۱ کال وروسته د لېبیا په چارو کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ په ماموریت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د مرستیالې او د بشري چارو د همغږي کوونکې په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړې په افریقا، سوریه او بالکان کې د ملګرو ملتونو، ملي حکومتونو او نادولتي موسسو سره د ولسي وګړو د ساتنې، بشري حقونو او د قانون حاکمیت په برخه کې د مشرې او لوړپوړې مشاورې په توګه کار کړی دی.

اغلې ګانیون په کاناډا کې د یورک پوهنتون څخه په حقوقو کې لیسانس او د انګلستان د ایسکس پوهنتون څخه د نړۍوالو بشري حقونو په برخه کې ماسټري لري.

دا ښځینه کاناډایي حقوقپوهه په داسې حال کې په کابل کې د یوناما د سیاسي مرستیالې په توګه کار پیلوي، چې طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون په تصویب سره پر ښځو بندیزونه څو برابره زیات کړي دي.

د طالبانو د بندیزونو او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو په غبرګون کې څلورو هېوادونو جرمني، کاناډا، اسټرالیا او هالنډ مخکې شوي، او غوښتنه یې کړې چې دغه ډله د عدالت نړۍوالې محکمې ته وړاندې کړي.

د خوړو نړۍوال پرواګرام: له هرو درېیو افغانو نجونو یوه یې له لومړنیو زده‌کړو بې برخې ده

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۵۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي،‌ افغانې نجونې د لومړنیو زده‌کړو د نه بشپړولو له ګواښ سره مخ دي. یاد سازمان ویلي، چې له هرو درېیو افغانو نجونو یوه یې له لومړنیو زده‌کړو بې برخې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د یکشنبې په ورځ د (تلې اتمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانې نجونې د لومړنیو زده‌کړو د نه بشپړولو له ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان وايي، د دوی ډیری هغه زده‌کوونکي د بې وزلۍ او فقر له امله، لومړنۍ زده‌کړې له وخت مخکې پریږدي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، فقر او بېوزلي یو بل لامل دی چې افغان نجونې زده‌کړې نه شي بشپړولی.

یاد پروګرام وايي، ‌ډیری ماشومان یوازې په ډوډۍ او چایو ژوند کوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام لیکلي دي: «د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري په ښوونځيو کې ډوډۍ یوازینۍ تغذیه ده چې دوی (زده‌کوونکي) ته هره ورځ ورکول کیږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملکرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې ۱۲،۴ میلیونه وګړي په افغانستان کې خوراکي خوندیتوب نه لري.

د یاد پروګرام د راپور له مخې، په هرو څلورو افغانانو کې یو یې په دې نه پوهیږي، چې د خپل راتلونکي وخت خواړه له کومه کړي.

د خوړو نړۍوال پرورګرام ویلي و، چې دوی د ۲۰۲۴ کال تر ډېسمبر میاشتې پورې په افغانستان کې د بیړنیو بشري مرستو رسولو لپاره ۶۱۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

ایران په یوه اوونۍ کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان په دار ځړولي دي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې دغه هېواد په تېره یوه اوونۍ کې د دوو افغانانو په ګدون ۱۴ کسان په دار ځړولي دي. سازمان وايي، یاد کسان د شیراز په مرکزي زندان کې په دار شوي، چې نړۍواله ټولنه باید په ایران کې د ورځنیو اعدامونو په اړه غلې پاتې نه شي.

د راپورونو له مخې، دغه ۱۴ کسان د نشه‌یي توکو او یا (قصدي وژنو) په تور په اعدام او یا هم قصاص محکوم شوي وو.

د شیراز په مرکزي زندان کې د اعدام شویو کسانو د جزیاتو په اړه ویل کیږي، چې په یادو کسانو د اعدام حکم د وږي له ۲۶مې نېټې د تلې تر څلورمې نیټې پورې عملي شوی دی.

تر اوسه پورې د دغو افغانانو د محکمې او زندان د وضعیت په اړه معلومات نه دې خپاره شوي.

د ایران د بشری حقوقو د ادارې مشر محمود امیري مقدم د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له ایران سره د نړۍ د چارواکو لیدنو ته په اشارې سره وویل: «د ایران له‌خوا د اعدام سزا کارول باید د ایراني چارواکو او د هغو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو په سرکې وي چې بشري حقونو ته درناوی لري.»

د بشري حقونو د سازمانونو په وینا د روان کال له پیل راهیسې د ایران په زندانونو کې د ۱۵ښځو په ګډون ۳۸۱ کسان په دار ځړول شوي دي.

طالبان: تېره ورځ له پاکستان او ایرانه نږدې ۲۰۰ کورنۍ راستنې کړلې شوې دي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۴۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د شنبې په ورځ له ایران او پاکستانه ۱۹۵ کورنۍ راستنې شوې دي. دا لا نه ده څرګنده چې د افغان کډوالو دغه کورنۍ په زور او که په خپله خوښه راستنې شوې.

دغه اژانس د یکشنبې په ورځ د (تلې اتمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تیره ورځ ۲۴ کورنۍ د ننګرهار ولایت تورخم، ۱۷ کورنۍ د کندهار سپین بولدک، ۴۶ کورنۍ د نیمروز ولایت ورېښمو پله او ۱۰۸ کورنۍ د هرات اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې.

له ایران او پاکستان دواړو هېوادونو څخه د افغان کډوالو ۱۹۵ کورنۍ راستنې کړلې شوې.

باختر اژانس لیکلي، چې د له طالبانو له لوري د مرستو تر څنګ یو شمېر کډوالې کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته هم لېږدول شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس په خبر کې دا نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه او که د یادو هېودونو له لوري په زور افغانسان ته ستنې کړلې شوې دي.

خوپه دې ورستیو کې ایران او پاکستانپه زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې دي.

د راپورونو له مخې په ایران کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند او د افغانانو پر کار کولو، زده‌کړو او هلته اوسېدو باندې دغه هېواد سخت بندیزونه لګولي دي.