• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران په یوه اوونۍ کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان په دار ځړولي دي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې دغه هېواد په تېره یوه اوونۍ کې د دوو افغانانو په ګدون ۱۴ کسان په دار ځړولي دي. سازمان وايي، یاد کسان د شیراز په مرکزي زندان کې په دار شوي، چې نړۍواله ټولنه باید په ایران کې د ورځنیو اعدامونو په اړه غلې پاتې نه شي.

د راپورونو له مخې، دغه ۱۴ کسان د نشه‌یي توکو او یا (قصدي وژنو) په تور په اعدام او یا هم قصاص محکوم شوي وو.

د شیراز په مرکزي زندان کې د اعدام شویو کسانو د جزیاتو په اړه ویل کیږي، چې په یادو کسانو د اعدام حکم د وږي له ۲۶مې نېټې د تلې تر څلورمې نیټې پورې عملي شوی دی.

تر اوسه پورې د دغو افغانانو د محکمې او زندان د وضعیت په اړه معلومات نه دې خپاره شوي.

د ایران د بشری حقوقو د ادارې مشر محمود امیري مقدم د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له ایران سره د نړۍ د چارواکو لیدنو ته په اشارې سره وویل: «د ایران له‌خوا د اعدام سزا کارول باید د ایراني چارواکو او د هغو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو په سرکې وي چې بشري حقونو ته درناوی لري.»

د بشري حقونو د سازمانونو په وینا د روان کال له پیل راهیسې د ایران په زندانونو کې د ۱۵ښځو په ګډون ۳۸۱ کسان په دار ځړول شوي دي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

طالبان: تېره ورځ له پاکستان او ایرانه نږدې ۲۰۰ کورنۍ راستنې کړلې شوې دي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۴۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د شنبې په ورځ له ایران او پاکستانه ۱۹۵ کورنۍ راستنې شوې دي. دا لا نه ده څرګنده چې د افغان کډوالو دغه کورنۍ په زور او که په خپله خوښه راستنې شوې.

دغه اژانس د یکشنبې په ورځ د (تلې اتمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تیره ورځ ۲۴ کورنۍ د ننګرهار ولایت تورخم، ۱۷ کورنۍ د کندهار سپین بولدک، ۴۶ کورنۍ د نیمروز ولایت ورېښمو پله او ۱۰۸ کورنۍ د هرات اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې.

له ایران او پاکستان دواړو هېوادونو څخه د افغان کډوالو ۱۹۵ کورنۍ راستنې کړلې شوې.

باختر اژانس لیکلي، چې د له طالبانو له لوري د مرستو تر څنګ یو شمېر کډوالې کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته هم لېږدول شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس په خبر کې دا نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه او که د یادو هېودونو له لوري په زور افغانسان ته ستنې کړلې شوې دي.

خوپه دې ورستیو کې ایران او پاکستانپه زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې دي.

د راپورونو له مخې په ایران کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند او د افغانانو پر کار کولو، زده‌کړو او هلته اوسېدو باندې دغه هېواد سخت بندیزونه لګولي دي.

انتونیو ګوټریش: پر ښځو د طالبانو د بندیزونو لرې کولو لپاره د هېوادونو د غوښتنې ملاتړ کوم

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، چې د هغو هیوادونو او سازمانونو ملاتړ کوي، چې په سملاسي توګه د ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کوي. انتونیو ګوټریش وویل: «هغه څه چې په افغانستان کې پېښیږي په معاصر تاریخ کې د جبر له خورا سختو سیسټمونو سره پرتله کیږي.»

په دې وروستیو کې د جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی، چې که د افغان ښځو او نجونو وضعیت بدل نه شي، نو دوی به نړۍوالې محکمې ته د طالبانو پرضد عریضه وکړي.

دغو څلورو هېوادونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې مخه باید ونیول شي.

د نړۍ څه باندې ۲۰ هېوادونو په نړۍواله محکمه کې د طالبانو د محاکمې لپاره د دغې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

د څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د تلې په څلورمه د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د یوې خبرپاڼې له لارې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر جدي او سیستماتیکه سرغړونه وغندله.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتون ته پر تګ بندیزونه لګولي دي.

دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې په نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو، پارکونو، رستورانتونو ته په تګ، له شرعي محرم پرته د تګ راتګ او دغه راز د ښځو پر سپورټ کولو، سیاسي او مدني فعالیتونو هم سخت بندیزونه لګولي دي.

دغېډلې د یوه نوې قانون له لارې د ښځو غږ «عورت» بللی دی.

د بشري حقونو فعالانو طالبان په پراخه کچه د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي او ویلي یې دي، چې دغې ډلې په افغانستان کې له ټولنې څخه د ښځو په لرې کولو سره جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی.

خو د یادو هېوادونو د کړنو په غبرګون کې طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو تورونه رد کړي دي.

د چین بهرنیو چارو وزیر: افغانستان باید د نورو د سیالیو پر ځای د نړۍوالو همکاریو ډګر شي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۵۱ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د شانګهای د همکاریو سازمان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه وويل: «افغانستان بايد د نړۍوالو همکاريو په ډګر بدل شي، نه د جيوپوليټيکي سياليو په ډګر.»

هغه ټینګار وکړ چې موږ باید د ترهګرو خوځښتونه له نږدې وڅارو او د معلوماتو له تبادلې او شریکولو څخه ګټه پورته کړو.

وانګ‌يي د جمعې په ورځ د روسيې او ايران د بهرنيو چارو له وزيرانو او د پاکستان د دفاع له وزير سره په کتنه کې د افغانستان د ګاونډیو او د شانګهای د همکاریو سازمان د هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د همکارۍ سازمان د غونډې له ظرفیتونو د کار اخیستلو غوښتنه کړې، د نوموړي په خبره: «ترهګر باید له منځه ولاړشي.»

نوموړي له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ارزښت د ټينګار تر څنګ د افغانستان له بيارغونې ملاتړ وکړ او د سيمه ييزو اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا او په سيمه کې يې په سترو پروژو کې د افغانستان شاملېدل مهم وبلل.

نوموړي دغه راز د افغانستان د وضعیت په ښه کولو کې د ملګرو ملتونو او د شانګهای د همکاریو سازمان رول مهم وباله.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د مرکزي بانک د ذخیرو پر خلاصیدو ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ باید په درناوي سره د افغانستان چارواکو ته لارښوونه وکړو چې د ښځو او ماشومانو د حقونو د ساتنې د ښه والي او پیاوړتیا په برخه کې او د اسلامي هېوادونو په ځانګړي توګه د منځني ختیځ له تجربو ګټه واخلو او د افغانستان د عصري کولو په لاره کې ورڅخه ګټه واخلو.»

روسیه، چین، ایران او پاکستان د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پیژني، خو له طالبانو سره اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې لري.

طالبانو په بغلان کې یو پخوانی پوځي او یو پخوانی جهادي قوماندان نیولي

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۴ GMT+۱

په بغلان کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د دغه ولایت په خوست او فرنګ ولسوالۍ کې د پخوانی پوځ غړی محمد اقبال او پخوانی جهادي قومندان عبدالقادر نیولي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د دوشنبې په ورځ - د تلې درېیمه - نيول شوي دي.

محمد اقبال د چاکر کلي او عبدالقادر د دې ولسوالۍ د هزاره بای کلي اوسېدونکی دی.

د راپرونو له مخې، طالبانو دغه کسان له يو کور څخه د غلا په تور نيولي دي او دغه پیښه يو کال مخکې رامنځ ته شوې وه . خو يوه بله سرچينه بيا ادعا کوي، چې دا غلا پخپله د طالبانو له خوا شوې وه او د دغو کسانو د نیولو لپاره دا پلمه کوي.

یوناما او نورو خپلواکو نړۍوالو سازمانونو ویلي، چې طالبانو په تیرو درېیو کلونو کې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو ځورولو، شکنجه کولو او نیولو ته دوام ورکړی دی.

د طالبانو مشر په دې وروستیو کې تایید کړه، چې د دې ډلې په زندانونو کې یو شمېر بندیان وژل شوي دي.

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې پیل شوې

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۶ GMT+۱

د شنبې په ورځ له سیمې څخه افغانستان انټرنشنل ته په رالیږل شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې طالبان په ګوشتې ولسوالۍ کې د یو ډي سي توپ پر مټ په پاکستاني لوري بریدونه کوي.

سیمه ییزې سرچینې وايي،‌ چې د دواړو خواوو ترمنځ‌ یو ځل بیا جګړه پیل شوې او سختې نښتې روانې دي.

100%

د ځايي سرچینو په وینا، طالبانو غوښتل د ګوشتې په انارګي غاښي کې پوسته جوړه کړي، خو پاکستاني پوځ یې مخالفت کړی او د همدې امله د دواړو خواوو ترمنځ په وار وار نښتې شوي دي.

له دې وړاندې د ننګرهار د ګوشتې او د کونړ د خاص کونړ ولسوالیو ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د پاکستان او طالبانو د پوله ساتو تر منځه د یوې پوستې د جوړېدو پر سر نښته شوې.