• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چین بهرنیو چارو وزیر: افغانستان باید د نورو د سیالیو پر ځای د نړۍوالو همکاریو ډګر شي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۵۱ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د شانګهای د همکاریو سازمان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه وويل: «افغانستان بايد د نړۍوالو همکاريو په ډګر بدل شي، نه د جيوپوليټيکي سياليو په ډګر.»

هغه ټینګار وکړ چې موږ باید د ترهګرو خوځښتونه له نږدې وڅارو او د معلوماتو له تبادلې او شریکولو څخه ګټه پورته کړو.

وانګ‌يي د جمعې په ورځ د روسيې او ايران د بهرنيو چارو له وزيرانو او د پاکستان د دفاع له وزير سره په کتنه کې د افغانستان د ګاونډیو او د شانګهای د همکاریو سازمان د هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د همکارۍ سازمان د غونډې له ظرفیتونو د کار اخیستلو غوښتنه کړې، د نوموړي په خبره: «ترهګر باید له منځه ولاړشي.»

نوموړي له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ارزښت د ټينګار تر څنګ د افغانستان له بيارغونې ملاتړ وکړ او د سيمه ييزو اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا او په سيمه کې يې په سترو پروژو کې د افغانستان شاملېدل مهم وبلل.

نوموړي دغه راز د افغانستان د وضعیت په ښه کولو کې د ملګرو ملتونو او د شانګهای د همکاریو سازمان رول مهم وباله.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د مرکزي بانک د ذخیرو پر خلاصیدو ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ باید په درناوي سره د افغانستان چارواکو ته لارښوونه وکړو چې د ښځو او ماشومانو د حقونو د ساتنې د ښه والي او پیاوړتیا په برخه کې او د اسلامي هېوادونو په ځانګړي توګه د منځني ختیځ له تجربو ګټه واخلو او د افغانستان د عصري کولو په لاره کې ورڅخه ګټه واخلو.»

روسیه، چین، ایران او پاکستان د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پیژني، خو له طالبانو سره اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په بغلان کې یو پخوانی پوځي او یو پخوانی جهادي قوماندان نیولي

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۴ GMT+۱

په بغلان کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د دغه ولایت په خوست او فرنګ ولسوالۍ کې د پخوانی پوځ غړی محمد اقبال او پخوانی جهادي قومندان عبدالقادر نیولي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د دوشنبې په ورځ - د تلې درېیمه - نيول شوي دي.

محمد اقبال د چاکر کلي او عبدالقادر د دې ولسوالۍ د هزاره بای کلي اوسېدونکی دی.

د راپرونو له مخې، طالبانو دغه کسان له يو کور څخه د غلا په تور نيولي دي او دغه پیښه يو کال مخکې رامنځ ته شوې وه . خو يوه بله سرچينه بيا ادعا کوي، چې دا غلا پخپله د طالبانو له خوا شوې وه او د دغو کسانو د نیولو لپاره دا پلمه کوي.

یوناما او نورو خپلواکو نړۍوالو سازمانونو ویلي، چې طالبانو په تیرو درېیو کلونو کې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو ځورولو، شکنجه کولو او نیولو ته دوام ورکړی دی.

د طالبانو مشر په دې وروستیو کې تایید کړه، چې د دې ډلې په زندانونو کې یو شمېر بندیان وژل شوي دي.

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې پیل شوې

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۶ GMT+۱

د شنبې په ورځ له سیمې څخه افغانستان انټرنشنل ته په رالیږل شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې طالبان په ګوشتې ولسوالۍ کې د یو ډي سي توپ پر مټ په پاکستاني لوري بریدونه کوي.

سیمه ییزې سرچینې وايي،‌ چې د دواړو خواوو ترمنځ‌ یو ځل بیا جګړه پیل شوې او سختې نښتې روانې دي.

100%

د ځايي سرچینو په وینا، طالبانو غوښتل د ګوشتې په انارګي غاښي کې پوسته جوړه کړي، خو پاکستاني پوځ یې مخالفت کړی او د همدې امله د دواړو خواوو ترمنځ په وار وار نښتې شوي دي.

له دې وړاندې د ننګرهار د ګوشتې او د کونړ د خاص کونړ ولسوالیو ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د پاکستان او طالبانو د پوله ساتو تر منځه د یوې پوستې د جوړېدو پر سر نښته شوې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۳۷۰ رسنۍ فعالې دي

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي وايي، دغه ډله د «افغانستان له اسلامي او کولتوري ارزښتونو» سره برابرو رسنیو ته جدي پاملرنه کوي. ښاغلي فراهي وویل، چې دا مهال په افغانستان کې ۳۷۰ انځوریزې او غږیزې رسنۍ فعالې دي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، مهاجر فراهي په خوست کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړ شوي کنفرانس کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د لسګونو رسنيو د فعاليت خبر ورکړ.

له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان یو ځل بیا حاکم شو او د رسنیو پر فعالیتونو یې بندیزونه ولګوه، د لسګونو رسنیو فعالیتونه درول شوي دي.

تېر کال د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) وویل، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې ۵۲ سلنه انځوریزې رسنۍ بندې شوي دي.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو لسګونه خبریالان نیولي او د رسنیو پر ازادو فعالیتونو یې پراخ بندیزونه لګولي دي.

په وروستیو کې دغې ډلې په کورنیو رسنیو کې د سیاسي خپرونو پر ژوندیو خپرونو بندیز لګولی او هغه وخت دا خپرونې خپریدلی شي چې له ثبت وروسته یې منځپانګه د دغې ډلې له خوا تایید شي.

همدا راز طالبانو د خپلو ملاتړو کارپوهانو نوملړ هم رسنیو ته وړاندې کړی، څو له دوی پرته بل څوک په خپلو پروګرامونو کې د کارپوهانو په توګه ونه غواړي.

متقي وايي، له روسیې سره د طالبانو اړیکې د امریکا په پرتله ښې دي

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې وویل، چې له روسیې سره د طالبانو اړیکې له امریکا سره د اړیکو په پرتله ښې دي. متقي وويل، طالبان هڅه کوي چې له ټولو هېوادونو سره لکه د روسيې په څېر ښې اړیکي ټینګې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې له رایبر خبري اژانس سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو اړیکې د افغانستان په چارو کې د روسیې له استازي ضمیر کابلوف سره ښې دي او که د هغه د امریکايي سیال ټام ویسټ سره؟ وویل: «موږ د اشخاصو پر ځای له هېوادونو سره اړیکو ته ارزښت ورکوو او هڅه کوو چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړېکې ټېنګې کړو. مګر له روسیې سره مو د امریکا په پرتله اړیکې ښې دي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې ضمیر کابلوف څو ځله افغانستان ته سفر کړی او ورسره یې لیدلي او طالب چارواکو هم روسیې ته سفر کړی دی. متقي زیاته کړه چې د طالبانو اداره اوس مهال له روسیې سره د کال شاوخوا ۴۰۰میلیونه ډالره په ارزښت سوداګریزې اړیکې لري.

همدا راز، امیرخان متقي وویل، چې له روسیې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې د طالبانو سوداګریزې اړیکې زیاتې شوي او لا پراخېږي. هغه په ​​ډاګه کړه، چې اوس مهال په افغانستان کې د سوداګرو او پانګوالو یوازینۍ ستونزه د امریکا او لویدیځو هېوادونو له خوا د دغه هېواد پر بانکي او مالي سیسټم لګول شوي "ظالمانه او یو اړخیز" بندیزونه دي.

دغه طالب چارواکي همداراز ډاډ ورکړی، چې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته امنیتي ګواښ نه دی او د داعش په ګډون ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې حضور او فعالیت نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیې په تېرو درېیو کلونو کې تل هڅه کړې چې له طالبانو سره ښې اړیکې وساتي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ (د تلې ۶مه) د ملګرو ملتونو د نړۍوال فورم د غونډې په څنډه کې ویلي و، چې اوس مهال له طالبانو سره د خبرو او اړیکو د ټینګولو بدیله لاره نشته.

د مقاومت شورا د عدالت نړۍوالې محکمې ته د طالبانو د معرفي کولو د پلان هرکلی وکړ

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا د څلورو لوېدیځو هېوادونو د هغه پلان ملاتړ وکړ چې غواړي طالبان د عدالت نړۍوالې محکمې ته معرفي کړي. دغه شورا، چې پخواني جهادي مشران پکې شامل دي، محکمې ته د طالبانو معرفي کول د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو یوه لاره بللی ده.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شوراد شنبې په ورځ (د تلې اوومه) په یوې اعلامیه کې د څلورو هېوادونو هغه پلان، چې د طالبانو ډله د عدالت نړۍوالې محکمې ته معرفي کوي، د یادې ډلې د «تور او د بشر ضد» ماهیت د پیژندلو په لور یو ګام وباله.

دغه شورا ټینګار کړی چې که څه هم دا پلان "هغومره لوی نه دی لکه څنګه چې د افغانستان خلک یې تمه لري.» خو دا د هغو کسانو د محاکمې پیلامه کېدای شي چې په افغانستان کې یې "د بشریت ضد جنایتونه" کړي دي.

د مقاومت عالي شورا همداراز زیاته کړې: «موږ اندیښمن یو چې د طالبانو د ترهګرې ډلې په وړاندې دغه طرحه او عملي اقدامات به یو ځل بیا د هغو هېوادونو له خوا معامله شي چې یوازې خپلې ګټې لټوي او د مشخصو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یې کاروي.

دغې شورا د نړۍ له ټولو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو وغوښتل چې د دغه پلان ملاتړ وکړي او هېر یې نه کړي.

د مقاومت شورا له هغو هېوادونو چې له طالبانو سره تعامل لرلی او د افغانانو د حقونو او هيلو پر ضد يې ملاتړ کړى غواړي، چې د افغانانو انساني کرامت او حقونو ته درناوى وکړي.

تر دې مخکې د جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه له ښځو سره د جنسیتي تبعیض جدي او سیستماتیک سرغړونې وغندلې او ګواښ یې وکړ، چې طالبان به په نړۍواله محکمه کې محاکمه کړي. وروسته له هغې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې د نړۍ له شلو ډېرو هېوادونو د طالبانو پر ضد د څلورو هېوادونو د دغه پلان ملاتړ وکړ.