یونېسف په افغانستان کې د واکسین د میلیونونو ډوزونو د ذخیره کولو لپاره تاسیسات جوړ کړي

یونېسف وایي، چې دغې ادارې د جاپان او د واکسین لپاره د نړۍوال اتحاد په همکارۍ په افغانستان کې د ۶۰ میلیونو ډوزونو د ذخیره کولو لپاره نوي تاسیسات جوړ کړي دي. دغې ادارې په خپل اېکس کې لیکلي، په دې تاسیساتو کې د واکسین د ډوزونو د ساتلو لپاره خونې او یخچالونه شامل دي.