• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د حزب الله مرستیال وایي چې له اسراییل سره د یوه اوږمهاله جګړې لپاره چمتو دی

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۰ GMT+۱

د لبنان د حزب الله ډلې مرستیال له اسراییل سره د مبارزې د دوام ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه ډله د حسن نصرالله په ګډون د خپلو لوړپوړو قومندانانو له وژنې وروسته د یوې اوږدمهاله جګړې لپاره چمتو ده.

د حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته د نوموړي مرستیال د دوشنبې په ورځ په خپله لومړنۍ ټلویزیوني وینا کې وویل، چې که اسراییل د ځمکنۍ برید پرېکړه وکړي د لبنان د دفاع لپاره د حزب الله ځواکونه جګړو ته چمتو دي.نعیم قاسم تر هغه وخته د حزب الله ډلې سرپرستي کوي، تر څو چې د حسن نصرالله ځای ناستی وټاکل شي.د نوموړي په خبره، د حزب الله د لوړپوړو پوځي قومندانانو په وژل کېدو سربېره دغه ډله اوسمهال په نویو قومندانانو پورې تکیه ده.د حزب الله د مشر مرستیال وویل: «اسراییل و نه توانېد چې زمونږ پر پوځي ځواکمنتیا اغېز وکړي. د مشرانو مرستیالان شته او د هر یوه قومندان د وژل کېدو په صورت کې یې ځای ناستي شته.»دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو لسو ورځو راهیسې اسراییلو د حسن نصرالله په ګډون د حزب الله شپږ قومندانان وژلي دي.د اسراییل پوځ ویلي، چې په دې موده کې په حزب الله پورې اړوند زرګونه هدفونه یې په لبنان کې په نښه کړي دي.د لبنان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په لبنان کې تر اوسه ۱۰۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېر شمېر یې ښځې او ماشومان دي.د لبنان دولت وایي، چې دغه جګړې به ښایي یو میلیون کسان بې ځایه کړي.








ترویج لرونکی

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
۱

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۳

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

۴

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

۵

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې د جاوید کوهستاني د خلاصون غوښتنه وکړه

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۳ GMT+۱
د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې د جاوید کوهستاني د خلاصون غوښتنه  وکړه
100%

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې په کابل کې له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو، یوناما او سره صلیب څخه غوښتي چې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني د خلاصون لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي. دغې کمېټې د طالبانو وروستي نیول د ټولنې د ځپلو نښه بولي.

د پنجشنبې په ورځ د طالبانو استخباراتو د کابل په سرای شمالي کې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني ونیوو.

د افغانستان د بشري حقونو مدافع کمېټې د سرچینو په حواله لیکلي دي، چې ښاغلی کوهستاني د طالبانو د استخباراتو په یوه مرکز کې شکنجه شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو د کمېټې له خوا په یوه اعلامیه کې راغلي: "د طالبانو کړنلاره دا ده چې د ویرې او ترور فضا رامنځ ته کړي، د بیان ازادي محدوده کړي، د معلوماتو انحصار وکړي، او د ټولنې ټولنیز او حتی فزیکي پوهه تر پښو لاندې کړي."

دغې کمېمټې له طالبانو غوښتيو چې د مدني او سیاسي ازادیو د حقونو د ساتنې په برخه کې د افغانستان د نړیوالې ژمنې مراعات کړي او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم کړکېچن نه کړي.

جاوید کوهستاني کابل ته د طالبانو تر راتګ مخکې په تلویزیوني مناظرو کې د سیاسي او پوځي مسایلو په اړه بحثونه کول، هغه یو له هغو څو سیاسي فعالانو څخه دی چې د زمري له ۱۴۰۰ څخه وروسته هم افغانستان کې پاتې دی.

طالبانو تر اوسه د ښاغلي کوهستاني د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د اصفهان پولیسو ویلي، چې هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ افغانان نیسي او له پولې یې اړوي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۵۳ GMT+۱
د اصفهان پولیسو ویلي، چې هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ افغانان نیسي او له پولې یې اړوي
100%

د ایران اصفهان د پولیسو قوماندان ویلي، چې په منځنۍ کچه هره ورځ له دغه ولایت څخه ۳۰۰ تنه افغان کډوال نیسي او له پولې یې اړوي. حمید علینقیان پور ویلي، چې له ایرانه د افغانانو د وتلو یوه لاره دا ده، چې په یاد هېواد کې پر افغانانو لګښتونه لوړ شي.

د اصفهان ولایت امنیه قوماندان د یکشنبې په ورځ ناوخته یوې خبرې ناستې ته وویل، چې د ایران لوړپوړو چارواکو ته یې وړاندیز کړی چې په ایران کې پر افغان کډوالود اوسېدو لګښتونه لوړ کړي.

علینقیانپور وویل: «په ورته وخت کې، د ناقانونه وګړو په اړه د ښار تر پوستکي لاندې اقدامات ترسره کیږي او منفي او مثبت اقدامات باید په ګډه ترسره شي.»

په وروستیو میاشتو کې ایراني چارواکو په ایران کې د افغان کډوالو د ماشومانو په ښوونځیو کې له شاملیدو مخنیوی، په افغان کورنیو باندې د ډوډۍ نه پلورلو، د کور په کرایه نه ورکولو، د کارخونو او ورکشاپونو پرې بندولو او راټولول هغه څه دې چې په ایران کې یې پر افغانان فشارونه څو برابره ډیر کړي دي.

د اصفهان امنيه قوماندان د افغانانو د راغونډولو په اړه وويل: «موږ هره ورځ په منځنۍ توګه د ولايت په کچه تر ٣٠٠ زيات ناقانونه افغان وګړي راټولوو او تر پولې پورې يې لېږدوو او سرحدي ځواکونو ته يې سپارو، سرحدي ځواکونه هغوی د افغانستان پوله ساتو ته ورسپاري.»

هغه زیاته کړه، چې په وروستیو کلونو کې په ایران او په ځانګړې توګه په اصفهان ولایت کې پام وړ افغانان ډیر شوي او پولیس له هغوی سره د قانون له مخې چلند کوي.

ایران په رسمي ډول ویلي، چې د روان کال تر پایه به شاوخوا دوه میلیونه افغانان له دغه هېواده وباسي.

طالبانو فاریاب کې یوه ښځه د «نامشروع اړیکو» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلې

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۲ GMT+۱
طالبانو فاریاب کې یوه ښځه د «نامشروع اړیکو» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلې
100%

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په فاریاب ولایت کې یې پر یوه ښځه د «نامشروع اړیکو او له کوره تېښتې» له امله تعزیري سزا پلې کړه. د طالبانو داسې کړنې په نړېواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي، په دغه کار سره «اسلامي شریعت» پلی کوي.

د طالبانو سترې محکمې نن دوشنبه د (تلې نهمه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د فاریاب ولایت لومړۍ محکمې یوې ښځې ته د «نامشروع اړیکو او له کوره تېښتې» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د فاریاب لومړۍ محکمې له لوري په عام محضر کې پر یوې ښځې عملي شوه.

په خبرپاڼه کې د تورنېښځې د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې دغه ښځه ته ۳۰ دورې او شپږ میاشتې تنفیذي بند سزا ورکړل شوه.

که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزا عملي کوي.

د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» په اډانه کې دغه کړنې ترسره کوي.

ذبیح الله مجاهد: د داعش خراسان څانګه د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته تللې ده

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۰۸ GMT+۱
ذبیح الله مجاهد: د داعش خراسان څانګه د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته تللې ده
100%

دغه څرګندونې د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د داعش د هغې ډلې له نیولو وروسته کړې، چې د نوموړي په خبره په کابل کې یې پر څارنوالانو او بامیانو کې پر سیلانیانو بریدنو کې لاس درلود. مجاهد وايي، په افغانستان کې یې د داعش ډله سخته ځپلې او اوس پاکستان ته لېږدول شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د داعش خراسان څانګې مشران او نور غړي د طالبانو له ځپونکو عملیاتو وروسته د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته تللي دي.

د طالبانو ویاند له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له افغانستان څخه داعش خراسان څانګې د مشرانو وتلو او پاکستان ته د تللو معلومات یې له هغه وروسته ترلاسه کړي، چې په کابل او ننګرهار کې یې د عملیاتو پر مهاله د داعش هغه ډله ونیوله چې په کابل کې پر څارنوالانو او په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو په بریدونو کې لاسه درلود.

مجاهد وايي، له یادو کسانو سره یې یو تن تاجکستانی وګړی هم نیولی چې غوښتل یې ځانمرګی برید وکړي.

مجاهد زیاتوی، چې د وږي میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې پر څارنوالانو بریدګر د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له رونیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی و.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې په کابل او فاریاب ولایتونو کې د یولړ نورو عملیاتو په پایله کې د داعش دوه غړي وژل شوي او یو شمېر یې ژوندي نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې په نیول شویو داعشیانو کې یو شمیر یې تازه د بلوچستان ایالت مستونګ کې د داعش خراسان څانګې د روزنیز کمپ څخه تازه افغانستان ته راستانه شوي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي، د داعش خراسان څانګه په پاکستان کې روزنیز کمپونه لري، او له هغه ځایه په افغانستان او نورو هېوادونو کې بریدونه کوي.

د نوموړي په خبره همدا ډله د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې هم د دیني عالمان، مذهبي او سیاسي ګوندونو غړي په نښه کوي.

پاکستان تر اوسه پورې د ذبیح الله مجاهد د دغوڅرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

اسراییلي رسنۍ وايي، هاشم صفي الدین تر حسن نصرالله هم خطرناک قوماندان دی

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۱۵ GMT+۱
اسراییلي رسنۍ وايي، هاشم صفي الدین تر حسن نصرالله هم خطرناک قوماندان دی
100%

اسراییلي رسنیو ويلي، د حزب‌الله د اجرایوي شورا مشر هاشم صفي الدین تر حسن نصرالله هم خطرناک قوماندان دی. دغه خبرې وروسته له هغه کیږي، چې الحدث رسنۍ ویلي و، چې هغه د حسن نصرالله ځای ناستی ټاکل شوی.

حزب‌الله د حسن نصرالله د ځای ناستي د ټاکلو په اړه خپاره شوي خبرونه رد کړل.

تر دې مخکې الحدث رسنۍ خبر ورکړی و، چې د حزب‌الله د اجرایوي شورا مشر هاشم صفي الدین د دغې ډلې د نوي عمومي مشر په توګه ټاکل شوی.

د لبنان حزب‌الله د یوه بیان په خپرولو ویلي، چې د حسن نصرالله ځای ناستی به یوازې د دغې ډلې په رسمي خبرپاڼه اعلان شي.

د حزب‌الله په خبرپاڼه کې د صفي الدین نوم له یادولو پرته ویل شوي چې د حزب‌الله د نوي مشرتابه په توګه وړاندیز شوي ټول نومونه رد شوي دي.