• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح الله مجاهد: د داعش خراسان څانګه د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته تللې ده

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۲ GMT+۱

دغه څرګندونې د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د داعش د هغې ډلې له نیولو وروسته کړې، چې د نوموړي په خبره په کابل کې یې پر څارنوالانو او بامیانو کې پر سیلانیانو بریدنو کې لاس درلود. مجاهد وايي، په افغانستان کې یې د داعش ډله سخته ځپلې او اوس پاکستان ته لېږدول شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د داعش خراسان څانګې مشران او نور غړي د طالبانو له ځپونکو عملیاتو وروسته د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته تللي دي.

د طالبانو ویاند له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له افغانستان څخه داعش خراسان څانګې د مشرانو وتلو او پاکستان ته د تللو معلومات یې له هغه وروسته ترلاسه کړي، چې په کابل او ننګرهار کې یې د عملیاتو پر مهاله د داعش هغه ډله ونیوله چې په کابل کې پر څارنوالانو او په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو په بریدونو کې لاسه درلود.

مجاهد وايي، له یادو کسانو سره یې یو تن تاجکستانی وګړی هم نیولی چې غوښتل یې ځانمرګی برید وکړي.

مجاهد زیاتوی، چې د وږي میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې پر څارنوالانو بریدګر د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له رونیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی و.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې په کابل او فاریاب ولایتونو کې د یولړ نورو عملیاتو په پایله کې د داعش دوه غړي وژل شوي او یو شمېر یې ژوندي نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې په نیول شویو داعشیانو کې یو شمیر یې تازه د بلوچستان ایالت مستونګ کې د داعش خراسان څانګې د روزنیز کمپ څخه تازه افغانستان ته راستانه شوي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي، د داعش خراسان څانګه په پاکستان کې روزنیز کمپونه لري، او له هغه ځایه په افغانستان او نورو هېوادونو کې بریدونه کوي.

د نوموړي په خبره همدا ډله د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې هم د دیني عالمان، مذهبي او سیاسي ګوندونو غړي په نښه کوي.

پاکستان تر اوسه پورې د ذبیح الله مجاهد د دغوڅرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په لغمان او بادغیس کې د ورښتونو له امله یو تن مړ او اوه نور ټپیان شوي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۳ GMT+۱

د بادغیس او لغمان ولایتونو سیمه ییز طالب چارواکي وايي، چې یادو کسانو ته د تېرې ورځې او شپې د سختو ورښتونو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده. د طالبانو په وینا د تېرې ورځې ورښتونو له امله د یادو ولایتونو ځینو اوسیدونکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

په بادغیس کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د یاد ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د جوی ګنج په سیمه کې یو تن د تندر غورځېدو له امله مړ شوی دی.

امنیه قوماندانۍ لیکلي، چې تېره ورځ د یاد ولایت په جوند، غورماچ او قادس ولسوالیو کې ګڼ او توپاني بارانونه شوي، خو په یادو ولسوالیو کې د مرګ ژوبلې او نورو زیانونو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

همدارنګه په لغمان ولایت کې د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتوالي مشر عبیدالله الکوزي د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې د تېرې ورځې چټکو بادونو او باران له امله په بېلابېلو پېښو کې اوه تنه ټپیان شوي دي.

 نوموړي ویلي، چې د چټکو بادونو او باران له امله د دیوالونو نړېدو او ونو چپه کېدو له امله دغه کسان ژوبل شوي.

ځايي طالبانو د یوه ټپي شوي کس روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بللی دی.

همدارنګه په لغمان کې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو په وړاندې د چمتوالي ادارې چارواکي وايي،‌ چې د تېري شپې توپان د لغمان په نورو سیمو کې هم مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د هوا پوهنې ادارې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د باران، تالندې، بریښنا، دوړو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی و.

د افغانستان فوټبال له شلو کالو کم عمره ملي لوبډلې خپله وروستۍ لوبه له فلسطين سره مساوي کړه

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۱ GMT+۱

د افغانستان فوټبال له شلو کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه د فلسطين ملي لوبډلې سره بې له ګول تر سره کولو مساوي پای ته ورسوله. افغانستان په دې سياليو کې په څلورو لوبو کې دوې ماتې، يوه مساوي او یوه بريا خپله کړې، چې ۴ نومرې تر لاسه کړې.

د افغانستان او فلسطين د ۲۰ کلنو کم عمره ملي لوبډلو تر منځ دغه سيالۍ نن یکشنبه په سعودي عربستان کې تر سره شوه.

د افغانستان ۲۰ کلنو کم عمره لوبډلې په دې سياليو کې د مکاو هېواد ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې، له فلسطين لوبډلې سره یې لوبه مساوي او د عربستان او استرليا ملي لوبډلو څخه یې ماتې خوړلې.

په دغو سیالیو کې د سعودي عربستان، فلسطین، استرالیا، افغانستان او مکاو ملي لوبډلې برخه لري.

سیالۍ به نن شپه پای ته ورسیږي.

دا مهال د سعودي او اسټرالیا لوبډلې له درېیو لوبو څخه د ۹ نومرو په لرلو سره په څلورم ګروپ کې په لومړي او دویم ځای کې دي.

د فوټبال اسيا جام غوراوي سيالۍ د وږي مياشتې په ۳۱ مه نېټه شروع شوې وې.

100%

اصف درانی: طالبانو راته ویل چې افغانستان کې ټي ټي پي شته خو موږ یې د کنټرول هڅه کوو

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکې کې ویلي، چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې ورته دغې ډلې دا منلې، چې ټي ټي پي شته خو دوی به یې مدیریت کړي.

ښاغلي دراني په سپړنه خپرونه کې وویل، چې طالبانو ورته ویلي وو، چې ټي ټي پي به د افغانستان مرکزي ولایاتو ته لېږدوي او د ټي ټي پي د نه موجودیت خبره یې کله هم نه ده کړې.

نوموړی زیاتوي، چې طالبانو ترې د امکاناتو غوښتنه هم کړې وه او له دغې ډلې یې هیله کړې، چې بې ثبوته خبرې ونه کړي.

اصف درانی وايي، چې د ټي ټي پي نیم غړي په پاکستان او نېږدې شپږ زره غړي په افغانستان کې دي، چې مشران یې په کابل کې اوسیږي.

هغه د خوست د ولایت یادونه هم وکړه، چې د ټي ټي پي یو شمېر سرتېري په خوست او یو شمېر سرحدي سیمو کې اوسیږي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې ټي ټي پي دې پاکستان ته وسپاري، چې دوی ورسره د خپل قانون مطابق چلند وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي زیاته کړه، چې طالبان په ډېپلوماسۍ نه پوهیږي؛ ځکه خو ډېپلوماتیکو نورمونو ته درناوی نه لري.

د دراني په خبره، چې څو ځله یې په خپلو مجالسو کې له طالبانو څخه د نجونو د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه کړې وه؛ خو طالبانو ورته ویلي وو، چې دوی غواړي خپل حکومت لومړی تنظیم کړي او بیا به ښوونځي خلاص کړي.

هغه پر طالبانو نیوکه وکړه، چې دوی نړۍ ته د اسلام نادرست تصویر وړاندې کوي او په نړۍ کې د اسلام نوم خدشه دار کوي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ را په دېخوا په پاکستان کې ټي ټي پي ډلې خپل بریدونه پراخ کړي دي.

پاکستان په وار - وار په دغه هېواد کې د ناامنیو تر شا د افغان طالبانو ملاتړ یاد کړی؛ خو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.

ننګرهاريان: د طالبانو د موټر سایکل سپرو قطعې په جوړېدو د غلو او طالبانو پېژندنه نه کیږي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۸ GMT+۱

د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د سل کسيزې موټرسایکل سپرو د قطعې جوړېدو ته په اشارې سره وایي، چې په دغه ولایت کې د وسله والو غلو او د طالبانو د دغه قطعې د طالب غړو تر منځ پېژندنه سخته ده.

د ننګرهار اوسېدونکي عطاالله نقیبي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې طالبان یوازې د نندارې لپاره نظامي لباس په تن کوي؛ خو د تالاشیو پر مهال یې د عامو وګړو په څېر جامې او لونګۍ په سر کړې وي، چې له غلو سره یې توپیر نه کیږي.

نوموړی وايي: "نظامي لباس، رینجر موټر او دولتي وسله د یوه رسمي پولیس شناخت دی؛ خو دا چې دوه طالبان له کلاشینکوفونو سره په موټرسایکل سپاره وي، موږ ته څه معلومات کیږي، چې دا غله دي که طالبان؟"

د نقیبي په خبره، چې په ننګرهار کې وخت ناوخت د طالبانو په جامه کې انسان تښتونې هم شوې دي.

په ننګرهار کې د طالبانو امنيه قوماندان د يکشنبې په ورځ د ښار د ۹ حوزو لپاره د موټر سایکل سپرو طالبانو سل کسيزه ګرځنده قطعه په نمايشي ډول خلکو ته وښودل.

د ننګرهار د طالبانو امنيه قوماندانۍ مرستيال محمدطاهر مبارز رسنيو ته ويلي، چې دا اقدام يې د امنيت د ټنګښت، د وسله والو غلو او جنایي پېښو د مخنيوي په موخه تر سره کړی.

د ننګرهار تر څنګ په ډېرو ولایتونو کې یو شمېر وسله وال پر موټر سایکل هدفي بريدونه او وسله والې غلاوې کوي.

په ننګرهار کې د موټرسایکل سپرو د دې سل کسيزې قطعې په جوړېدو خلک اندېښنه لري، چې که طالبان په شخصي جامو کې ګزمې او تلاشۍ ترسره کړي له غلو سره سره د پېژندلو توپير به ورته سخت وي.

په ډېرو سيمو کې د طالبانو امنيتي کسان په شخصي جامو کې د تلاشۍ په نوم ان د خلکو شخصي ټلیفونونه هم ګوري.

ننګرهاريان د دې قطعې جوړېدل د خلکو د ځورونې یو بل ګام یادوي.

د ننګرهار د طالبانو د قوماندانۍ مرستيال زیاتوي، چې له دې وروسته به د دې ولایت په ۲۲ ولسواليو کې هم د امنيت د ټينګښت لپاره ورته قطعې جوړې کړي.

د افغانستان او ایران پر پوله د ورېښمو د پله لاره وتړل شوه

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۸ GMT+۱

په نیمروز ولایت کې یوې سرچینې د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان - ایران پر پوله د ورېښمو پول تړل شوی دی.

د سرچينو له مخې؛ دغه پوله هغه مهال وتړل شوه کله چې ايراني پوله ساتو يو افغان تبعه په ډزو وويشتو چې غوښتل يې له پولې واوړي.

دوی وايي، د افغان وګړي ټپي کېدل د ځینو طالبانو او ایراني پوله ساتو تر منځ لفظي شخړه رامنځته شوه.

ایران او طالبانو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.