• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان فوټبال له شلو کالو کم عمره ملي لوبډلې خپله وروستۍ لوبه له فلسطين سره مساوي کړه

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۱ GMT+۱

د افغانستان فوټبال له شلو کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه د فلسطين ملي لوبډلې سره بې له ګول تر سره کولو مساوي پای ته ورسوله. افغانستان په دې سياليو کې په څلورو لوبو کې دوې ماتې، يوه مساوي او یوه بريا خپله کړې، چې ۴ نومرې تر لاسه کړې.

د افغانستان او فلسطين د ۲۰ کلنو کم عمره ملي لوبډلو تر منځ دغه سيالۍ نن یکشنبه په سعودي عربستان کې تر سره شوه.

د افغانستان ۲۰ کلنو کم عمره لوبډلې په دې سياليو کې د مکاو هېواد ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې، له فلسطين لوبډلې سره یې لوبه مساوي او د عربستان او استرليا ملي لوبډلو څخه یې ماتې خوړلې.

په دغو سیالیو کې د سعودي عربستان، فلسطین، استرالیا، افغانستان او مکاو ملي لوبډلې برخه لري.

سیالۍ به نن شپه پای ته ورسیږي.

دا مهال د سعودي او اسټرالیا لوبډلې له درېیو لوبو څخه د ۹ نومرو په لرلو سره په څلورم ګروپ کې په لومړي او دویم ځای کې دي.

د فوټبال اسيا جام غوراوي سيالۍ د وږي مياشتې په ۳۱ مه نېټه شروع شوې وې.

100%

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

اصف درانی: طالبانو راته ویل چې افغانستان کې ټي ټي پي شته خو موږ یې د کنټرول هڅه کوو

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکې کې ویلي، چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې ورته دغې ډلې دا منلې، چې ټي ټي پي شته خو دوی به یې مدیریت کړي.

ښاغلي دراني په سپړنه خپرونه کې وویل، چې طالبانو ورته ویلي وو، چې ټي ټي پي به د افغانستان مرکزي ولایاتو ته لېږدوي او د ټي ټي پي د نه موجودیت خبره یې کله هم نه ده کړې.

نوموړی زیاتوي، چې طالبانو ترې د امکاناتو غوښتنه هم کړې وه او له دغې ډلې یې هیله کړې، چې بې ثبوته خبرې ونه کړي.

اصف درانی وايي، چې د ټي ټي پي نیم غړي په پاکستان او نېږدې شپږ زره غړي په افغانستان کې دي، چې مشران یې په کابل کې اوسیږي.

هغه د خوست د ولایت یادونه هم وکړه، چې د ټي ټي پي یو شمېر سرتېري په خوست او یو شمېر سرحدي سیمو کې اوسیږي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې ټي ټي پي دې پاکستان ته وسپاري، چې دوی ورسره د خپل قانون مطابق چلند وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي زیاته کړه، چې طالبان په ډېپلوماسۍ نه پوهیږي؛ ځکه خو ډېپلوماتیکو نورمونو ته درناوی نه لري.

د دراني په خبره، چې څو ځله یې په خپلو مجالسو کې له طالبانو څخه د نجونو د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه کړې وه؛ خو طالبانو ورته ویلي وو، چې دوی غواړي خپل حکومت لومړی تنظیم کړي او بیا به ښوونځي خلاص کړي.

هغه پر طالبانو نیوکه وکړه، چې دوی نړۍ ته د اسلام نادرست تصویر وړاندې کوي او په نړۍ کې د اسلام نوم خدشه دار کوي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ را په دېخوا په پاکستان کې ټي ټي پي ډلې خپل بریدونه پراخ کړي دي.

پاکستان په وار - وار په دغه هېواد کې د ناامنیو تر شا د افغان طالبانو ملاتړ یاد کړی؛ خو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.

ننګرهاريان: د طالبانو د موټر سایکل سپرو قطعې په جوړېدو د غلو او طالبانو پېژندنه نه کیږي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۸ GMT+۱

د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د سل کسيزې موټرسایکل سپرو د قطعې جوړېدو ته په اشارې سره وایي، چې په دغه ولایت کې د وسله والو غلو او د طالبانو د دغه قطعې د طالب غړو تر منځ پېژندنه سخته ده.

د ننګرهار اوسېدونکي عطاالله نقیبي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې طالبان یوازې د نندارې لپاره نظامي لباس په تن کوي؛ خو د تالاشیو پر مهال یې د عامو وګړو په څېر جامې او لونګۍ په سر کړې وي، چې له غلو سره یې توپیر نه کیږي.

نوموړی وايي: "نظامي لباس، رینجر موټر او دولتي وسله د یوه رسمي پولیس شناخت دی؛ خو دا چې دوه طالبان له کلاشینکوفونو سره په موټرسایکل سپاره وي، موږ ته څه معلومات کیږي، چې دا غله دي که طالبان؟"

د نقیبي په خبره، چې په ننګرهار کې وخت ناوخت د طالبانو په جامه کې انسان تښتونې هم شوې دي.

په ننګرهار کې د طالبانو امنيه قوماندان د يکشنبې په ورځ د ښار د ۹ حوزو لپاره د موټر سایکل سپرو طالبانو سل کسيزه ګرځنده قطعه په نمايشي ډول خلکو ته وښودل.

د ننګرهار د طالبانو امنيه قوماندانۍ مرستيال محمدطاهر مبارز رسنيو ته ويلي، چې دا اقدام يې د امنيت د ټنګښت، د وسله والو غلو او جنایي پېښو د مخنيوي په موخه تر سره کړی.

د ننګرهار تر څنګ په ډېرو ولایتونو کې یو شمېر وسله وال پر موټر سایکل هدفي بريدونه او وسله والې غلاوې کوي.

په ننګرهار کې د موټرسایکل سپرو د دې سل کسيزې قطعې په جوړېدو خلک اندېښنه لري، چې که طالبان په شخصي جامو کې ګزمې او تلاشۍ ترسره کړي له غلو سره سره د پېژندلو توپير به ورته سخت وي.

په ډېرو سيمو کې د طالبانو امنيتي کسان په شخصي جامو کې د تلاشۍ په نوم ان د خلکو شخصي ټلیفونونه هم ګوري.

ننګرهاريان د دې قطعې جوړېدل د خلکو د ځورونې یو بل ګام یادوي.

د ننګرهار د طالبانو د قوماندانۍ مرستيال زیاتوي، چې له دې وروسته به د دې ولایت په ۲۲ ولسواليو کې هم د امنيت د ټينګښت لپاره ورته قطعې جوړې کړي.

د افغانستان او ایران پر پوله د ورېښمو د پله لاره وتړل شوه

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۸ GMT+۱

په نیمروز ولایت کې یوې سرچینې د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان - ایران پر پوله د ورېښمو پول تړل شوی دی.

د سرچينو له مخې؛ دغه پوله هغه مهال وتړل شوه کله چې ايراني پوله ساتو يو افغان تبعه په ډزو وويشتو چې غوښتل يې له پولې واوړي.

دوی وايي، د افغان وګړي ټپي کېدل د ځینو طالبانو او ایراني پوله ساتو تر منځ لفظي شخړه رامنځته شوه.

ایران او طالبانو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو دوه خبريالان په لس کاله بند محکوم کړل

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۲ GMT+۱

یو شمېر معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د محمد عارف هجران او احمد کامران په نومونو دوه خبریالان په لس کاله بند محکوم کړي دي. د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د دغو خبریالانو د اوږد مهاله بند سزا غندلې ده.

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د محمد عارف هجران او احمد کامران د ژر تر ژره خلاصون لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

د خبریالانو د خوندیتوب سازمان د یکشنبې په ورځ د تلې په ۸ مه وویل چې په افغانستان کې د بیان ازادي اوس له جدي ګواښ سره مخ ده او دا ډول اقدامات یوازې د خبریالانو او د رسنیو د فعالانو لپاره د وېرې او ناامنۍ فضا لاپسې محدودوي.

تر دې مخکې د دغو خبریالانو څخه یې د یوه کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو پوځي محکمې محمد عارف هجران او احمد کامران په لس کاله بند محکوم کړي دي.

طالبانو دغه دوه خبريالان د جنګاښ په ١٦مه د کابل په خيرخانې کې ونيول او د وږي په ٢٧مه يې هر يو په لس کاله بند محکوم کړل.

دغو خبريالانو ته د نږدې سرچينو په وينا؛ طالبانو عارف هجران او همکار يې د کابل په خيرخانې کې د عاشورا د مراسمو د راپور ورکولو په تور نيولي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

عارف هجران له یو کال راهیسې د پیام خبري اژانس د خبریال په توګه دنده ترسره کوي او تر دې وړاندې یې په پیام مجاهد، پنجره او مانده ګار ورځپاڼو او یو شمېر نورو رسنیو کې هم کار کړی دی.

شننه؛ د اکټوبر ۱۱ مې ته هیلې او د دوښمن وېرې

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۵ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال

هغه لوبه، چې د سړې جګړې له پای‌ ته‌ رسېدو وروسته، د افغانانو په پراخه جغرافیه کې راپیل شوه، ورو ورو یې د ډیورند د ښکېلاکي کرښې د راکاږلو منطق روښانه کړ. د انگریزي ښکېلاک پانګوالې ټلوالې ته باید دلته د خپلو سیالانو د ویرولو لپاره د جهل و جنګ و مغزمینځنې یوه جغرافیا جوړه شوې وای.

دغه جغرافیه د سړې جګړې او تر سړې جګړې روسته د لویو پانګوالو ځواکونو د سیالۍ او رقابت په ډګر واړول شوه. د انګریز، امریکا، روس، چین، اروپا، ایران و عربو او د هغو سیمه‌ییزو انډیوالانو دلته افراطي ډلې وکرلې او د شپېتو زرو مدرسو او معهدونو په جوړولو یې دا جغرافیا د ایډیولوژیکو بمونو په لویه کارخانه بدله کړه.

د لویې خواشینۍ ځای دا و، چې پښتونمېشتی وطن د دې لویې توطئې په مرکز کې راغی او په ټس کې یې لکونو پښتنو خپل سرونه وخوړل.

د دې غمیزې اصلي اړخ دا و، چې پښتنو او په مجموع کې افغانانو د پردیو په دې سیالیو کې په پردیو ټوپکو یو بل تکفیر او ووژل.

یو پښتون غازي شو، بل شهید.

د ډیورند کرښه ځکه راکاږل شوې وه، چې یو خو په سیمه کې افغان د یوه لوی ملت په حیث سره وویشي او کمزوری یې کړي، ځکه له کمي و کیفي پلوه دا لوی ملت که روښانه، ویښ، شعوري او سره یولاس وای، بیا خو یې د ښکېلاک پېچلې استخباراتي لوبې دلته نه پرېښودې او د ښکېلاک سیمه‌ییز ځري یې هم پرخپل ځای کېنول.

پاچاخان ښايي لومړنی افغان مشر و، چې د دې لوبې په سروبر پوه شوی و او په دې اړه سپین سپین غږېده. د سړې جګړې پرمهال یې وار وار دا خبره کوله، چې جګړه پردۍ ده، جنګ د روس او امریکا دی او وژل کیږي، په‌کې افغانان. پاچاخان تر دې هم یوګام وړاندې کېښود؛ د دې رنځ دارو يې هم معرفي کړل، د ټولو افغانانو یووالی، ویښتیا، روښانتیا، د مورنۍ ژبې و فرهنګ ساتل، ښځو ته حق ورکول، ښوونځي و پوهنځي پرانیستل او د پښتنو مدني کول، له خپلو سرچینو یې خبرول او په خپل برخلیک یې حاکمول.

باچا خان او حمزه شینواری
100%
باچا خان او حمزه شینواری

تر پاچا خان روسته نور ملتپال ورو - ورو له خپل ملي تګلوري پردي کړای شول، د قدرت او څوکیو په ټس کې ورو ورو پاکیستانیان کېدل. پاکستاني پوځي واکمنۍ چې دا چاره ولیدله، نو له لویو پانګوالو ښکېلاکي قدرتونو سره یې انډېوالي پخه کړه.

د خپل ستراتيژیک عمق او وړاندې راتلونکي سیاست (Forward Policy) په لړ کې یې د څښنده نیواک ( اشغال خزنده) راپیلولو په پار یې د پښتنو پرزمکه د افراطي پوځي ډلو د روزلو او هستوګنې ځالې جوړې کړې او په دې توګه د پښتنو خاوره د نړیوالو ترهګرو په جنت واوښته.

په تېرو شاوخوا پینځه څلویښتو کلونو کې پښتانه له لاندې تېریو سره مخامخ ول:

  • د بشري پانګې له منځه وړل:
  • په دې سیمو کې استخباراتي مدرسې دومره ډېرې جوړې شوې، چې ښوونځي و پوهنځي یې له خلکو هېر کړل. د پښتانه بچیان وو او د افراطي کېدلو په کارخانو کې د دوی د مغزو مینځل. د پښتنو بچیانو ته ټوپک او ځانمرګي واسکټونه ورکړل شول او د دوی په افراطي کولو، بې‌سواده ساتلو او متشدد کولو یې د دوی بشري پانګه له منځه یووړه.
  • د طبیعي پانګې او سرچینو غلا:
  • د پښتنو سیمه له کاني پلوه بډایه سیمه ده، پریمانه روانې خوږې اوبه، اینرژي، کاني توکي، کرنیزمحصولات او نور یې د پنجاب له خوا په وړیا توګه وړل کېدل او په بدل کې یې دوی ته یوازې ټوپک او باروت راوړل.
  • د پښتو ژبې او پښتني فرهنګ مسخ و له منځه وړل:
  • په پښتني سیمو کې ښوونځي و پوهنځي نه وو، که وو هم مورنۍ ژبه پښتو په کې نه وه، په مهندسي شوې بڼه په دغو سیمو کې د پښتو ژبې و فرهنګ د له منځه وړلو هڅه راپیل شوې وه، چې ځای یې اردو او انګریزي ژبو ته ورکول کېده او په مدرسو او معهدونو کې عربي ژبه هم پرې سرباری وه.
  • ترور، وېرول او پوځي کول:
  • د پښتنو ګڼ ملتپال، باسواده، مخور، متنفذ او اغېزناک شخصیتونه وژل کېدل یا اغوا کېدل، «اغوا برای تاوان» د پښتني سیمې لپاره یوه اشنا اصطلاح وه. په فاټا کې د FCR ظالمانه قوانینو په زوره د جرایمو زیاتېدو ته لاره هواروله. د جرمي اقتصاد وده، قاچاق، تقلب او د مخدره توکو کاروبار پښتانه هره ورځ له یوه قانونمند مدني ژوند څخه لرې کول.

په تېرو شلو کلونو کې چې پاکیستان د ترهګرۍ په ضد د تش په نامه جګړې سیمه‌ییزه ټېکه ترلاسه کړه، نو لویدیزو انډیوالانو ته یې په غوږ کې وروڅڅول، چې پښتانه یعنې ترهګر! په دې توګه یې له امریکایانو او ناټو څخه وسلې او پیسې ترلاسه کولې او په بدل کې یې پښتانه پرې وژل او د پښتنو کورونه و بازارونه یې ورانول. دا وژل، ورکول او کډوال کول دومره زیات شول، چې نور نو د ولس حوصله تنګه شوه، چاړه هډوکي ته ورسېده او د یوه ولسي غبرګون په توګه د پښتونژغورنې غورځنګ رامنځ ته شو.

پښتونژغورنې غورځنګ ډېر ژر د پاکستاني استبلېشمینټ شا ولړزوله او وار و پار یې ترې خطا کړل. پوځ د غورځګ څه ځوان مشران او اغېزناک شخصیتونه په نښه کړل او یو یو یې ووژل.

علي وزیر یې میاشتې و کلونه د تورو تنبو شاته زنځیر و زولانه کړ او د مشر منظور پښتین له نیولو او زنداني کولو ها خوا یې د هغه هر قدم ته تیږې و ډبرې وغورځولې. د غورځنګ په تېر شاوخوا شپږ اووه کلن مزل کې پاکستاني پوځ هرې دسیسې او خونړۍ حملې ته لاس وغځواه چې دغه د ولس له منځه راپورته شوی غورځنګ له پښو وغورځوي. په وروستي اقدام کې یې د دغه غورځنګ یو انقلابي مبارز او شاعر ګیله‌من وزیر چې په روستیو کلونو کې د پښتنو د ملي مبارزې د ژبې او وینا په سېمبول بدل شوی و، په ظالمانه بڼه وواژه.

100%

د ګیله‌من وژلو ولس سخت وقهراوه او ولسي توپان یې په غبرګون کې په څپو څپو راووت. دا مهال منظور پښتین په ټول ولس غږ وکړ، چې خپلې ګډې روستۍ پرېکړې ته چمتو شي.

د پښتونژغورنې غورځنګ مشر د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱۱ مه نېټه د یوې ولسي – ملي جرګې د جوړېدا اعلان وکړ، چې په هغې کې به ولس خپله برخلیک‌ټاکونکې پرېکړه کوي. په دې ورځ به د ټول پښتون ټبر مشران او استازي په خیبر کې راټولیږي او په دې به خبرې کوي، چې څنګه د دوښمن دغې پېچلې استخباراتي لوبې ته د پای ټکی کېږدي؟

څنګه د خپلو ځوانانو د وینو د رودونو دبهېدا مخه نیولای شي او څنګه خپلې سرچینې، هویت، ژبه او فرهنګ له ورکاوي ژغورلای شي؟ څنګه د خپلې خاورې خپل وطن اختیار په خپل لاس کې اخیستلای شي؟ او څنګه د افغاني خاورې د پنجابي کولو مخنیوی کولای شي؟

د منظور پښتین دغه غږ ته لرو برو افغانانو په ولولو هرکلی ووایه او له هرې خوا څخه د اکتوبر د ۱۱ مې غونډې ته چمتووالي پیل شول.

منظور پښتین هرې تپې و خېل و ټبر ته خپل سفرونه پیل کړل، له ملتپالو مشرانو سره یې وکتل او هرچا ته یې د ګډون اړتیا او بلنه وویله. ځینو د ولس خواخوږیو ملتپالو یې ملګرتیا وکړه، ځينې پاکیستاني شویو تش په نامه ملتپالو یې مخالفت وکړ او په زغرده یې ورته وویل، چې موږ پاکستانیان یو او ستا اجندا افغاني ده، موږ دې ملګرتیا نه کوو.د پښتونژغورنې غورځنګ مشرانو چې د ملت پراخ هرکلی او ملاتړ ولید، ستړي نه‌شول او شپه و ورځ یې په ځان یوه کړه، چې دا غونډه هغسې چې دوی پتیېلې ده، جوړه شي او د پښتانه د خپلواکۍ پرېکړه له ځانه سره ولري.

دوښمن چې له غونډې ډېر وېرېدلی دی، هم کرار ناست نه دی او له هرې لارې څخه یې مخنیوي ته دسیسې جوړوي.

تر ګیله‌من روسته یې هم د پښتونژغورنې غورځنګ ګڼ شمېر اغېزناک او ځوان ملګري ووژل او وویرول. د بدو او ښو طالبانو جګړې یې زیاتې کړې، هلته و دلته یې بمونه وچول، پر ډیورند کرښه يې تیري وکړل او سیمه یې بیا په کلکه پوځي کړه. د قومونو تر منځ یې بدیو جوړولو ته ملا وتړله او هرځای کې چې د شیعه و سني پښتنو ترمنځ شخړه جوړېدلای شوه هلته یې د وینو بهولو لپاره خپل شیطاني لښکر فعال کړ.

د « عزم استحکام» عملیاتو لپاره یې د پښتنو په سیمو پوځي لښکر راخوشې کړ، چې د ولس له کلک مقاومت سره مخ شو. په بنو، لکي مروت او ګڼو نورو سیمو کې ځايي پولیسو د ولس ملاتړ پیل کړ، پوځ یې له خپلو سیمو وشاړه او خپلو دریشیو (یونیفورم) ته یې اور واچاوه.

خو پوځ کرار نه شو، خپلو مرموزو قتلونو او ترور ته یې دوام ورکړ او د پښتنو ترمنځ یې کور په کور د بدیو جوړولو ته ملا وتړله. تش په نامه ملتپال یې وهڅول او د دوی له کمزوریو په ګټنه یې اړ کړل، چې د پښتنو د راټولېدلو مخنیوی وکړي. علي وزیر یې بیا ونیوه او سره له دې چې محکمې یې د بېګناهۍ او خوشې کولو صریح حکم ورکړی دی، خو د پوځ استخباراتي څانګو پرته له هېڅرزا قانوني لاسونده ورک او زنداني ساتلی دی. علي وزیر د پراخ ولسي ملاتړ و نفوذ خاوند ملي شخصیت دی، چې پنجابي پوځ يې له ازاد فعالیت څخه ډېر زیات ویریږي.

تردې ورهاخوا یې په کورمه کې یوځل بیا د شیعه او سُني پښتنو تر منځ د جګړې بټۍ توده کړه او دا ځل یې د دوی تر منځ داسې شیطاني دسیسه تېره کړه، چې دواړه لوري مورچلونو ته سره ولویدل او یو د بل په ضد یې د مرګونو فتواوې ورکړې. د سیمې خلک وايي، چې دوی نه پوهیږي څوک او ولې د وروڼو په شان شیعه او سُني پښتنو ترمنځ جګړه پېښوي؟

د کورمې په یو مذهبي مرکز کې د وسلو ډیپو
100%
د کورمې په یو مذهبي مرکز کې د وسلو ډیپو

او بیا ګورو چې له ناڅرګندو سرچینو څخه دواړه لوریو ته درنې او سپکې وسلې ورکول کیږي.

په دې سیمه کې چې خلک وږي دي او د سبا و بېګاه نه لري، هلته چې نه ښوونځي شته نه روغتون و سړک و د څښلو اوبه او نور خدمات، هلته دومره پرېمانه وسله له کومه کیږي؟

اوس خو خبره دې ته رارسېدلې ده، چې په سیمه کې لوی توغندي او ویجاړوونکې وسلې دواړو لوریو ته ورکړل شوي دي. همدا څو ورځې مخکې د صدې په بازار داسې درانه توغندي وورول شول، چې په سیمه کې یې پخوا ساری لیدل شوی نه و.

توغندیو د صدې بازار ړنګ او په وینو ولاړه. همدا تېره ورځ په میرعلي بازار کې بیا اورنۍ وسلې وکارېدې، نیمایي میرعلي بازار یې د اور خوراک کړ. په میرعلي ګنج کې انسانان او غواګانې ژوندۍ ژوندۍ وسیزل شوې او د وحشت و دهشت یوه خونړۍ منظره یې جوړه کړه. پوځ دغه ټول بازار یوازې د یوه وسلوال په لټون پسې ویجاړ کړ. تېر ماښام د جنوبي وزیرستان په یوه جومات د ډرون برید وشو او ګڼ لمونځ‌کوونکي یې په خپلو وینو کې ولړل.

لویه ستونزه دا ده، چې په سیمه کې رسنۍ تقریباً نه‌شته، انترنیت او تیلیفونونه سم کار نه کوي او هرڅه د پوځ له خوا سانسوریږي. له سیمې رارسېدلي پېښلیدونه څرګندوي، چې هره ورځ په وړو او غټو کلیو او ښارګوټیو کې څو څو کسان ترور کیږي، هیڅوک نه پوهیږي، چې دا وژنې څوک او ولې کوي؟ یو شمېر کلي او ښارګوټي ډله‌ییزې کډوالۍ ته اړ کیږي او په لوی لاس سیمې د ترهګرو ځای په ځای کېدا ته تشیږي. که څوک نه وځي وژني یې.

که ولس پرېکړه وکړي، چې سره یو لاس به پاتې کیږي، نو هغه څه پرې راځي لکه په صدې او میرعلي بازارونو چې راغلل.

د دوښمن هراړخیزه هڅه روانه ده، چې د اکتوبر د ۱۱ مې نېټې جرګه له خنډو ځنډ سره مخامخ کړي، مزاحمت یې وکړي، د جوړېدا مخه یې ونیسي او یا یې هم پرېکړې سبوتاژ او منحرفې کړي. پوځ د دې غونډې په درشل کې حتی خپل تشکیلات بدل کړل، ترهرڅه وړاندې یې د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی اصف درانی له کاره ګوښه کړ، تر دې روسته یې د پاکیستان د استخباراتي سازمان (آی. اس. آی) مشر جنرال ندیم انجم ګوښه او پرځای یې جنرال عاصم ملک وټاکه، چې په وزیرستان او بلوچستان کې د پوځي چارواکۍ تجربه لري.

دغه جنرال عاصم ملک په انګلستان او امریکا کې زدکړې کړي او په دوو ناکرارو سیمو پښتونخوا او بلوچستان کې د خلکو د ځپلو تجربه لري.

د اکتوبر ۱۱مه ورځ تربلې رانږدې کيږي، د ولس ورته تمې او هیلې زیاتیږي او د دوښمنانو ورڅخه ویره او وحشت اضافه کیږي. په داسې حال کې چې ملت یې پرته له ملاتړه بل څه کړلای نه‌شي، خو دوښمن په باروتو، وسلو او وحشت و ترور غواړي د دغې تاریخي راټولېدنې مخه ډب کړي. وبه لیدل شي، چې په راروانو دوه اونیو کې نور څه پېښيږي؟ خو هغه څه چې له ورایه څرګنده ده، د افغان لوی ولس ویښتیا او روښانتیا ده، چې ښايي دا ځل د خپل برخلیک د ټاکنې لپاره سره یو لاس راپورته شي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.