د شمالي وزیرستان لویه لاره د میرعلي بازار د سوځېدو په غبرګون کې د پرلت له امله تړل شوې ده

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي، چې یوه اونۍ مخکې د میرعلي پر بازار د پوځ د برید په غبرګون کې یې د بنو او وزیرستان تر منځ غځېدلې لویه لاره د میرعلي په ولسوالۍ کې د اعتراض په ډول تړلې او پرلت یې پیل کړی دی.