• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خوست کې د سي ای اې په پخوانۍ اډه کې د حقاني شبکې وسله وال روزل او ساتل کیږي

۱۰ تله ۱۴۰۳ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۲ GMT+۱

په خوست کې څو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، په دغه ولایت کې د سي ای اې پخوانۍ اډه کې د حقاني شبکې اړوند سلګونه داخلي او بهرني وسله وال روزل او ساتل کیږي. ځايي سرچینو وویل، دغې اډې ته د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم تګ راتګ کوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، سراج الدین حقاني ته نږدې کس احمد الله سرحدي اوس مهال په خوست کې د سي ای اې د پخوانۍ اډې مسوول دی.

د سرچینو په خبره، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په توګه سراج الدین حقاني په دې اډه کې وسلوال د دې ډلې د حکومت تر واک لاندې امنیتي ادارو سره نه دي ثبت کړي.

افغانستان انټرنشنل له هغو څو تنو سره هم خبرې کړې دی، چې اوس هم دغې اډې ته تګ راتګ لري.

په دې اډه کې شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالي حضور لري؛ خو په دې کې نه یوازې دا چې افغانان دي بلکې د تحریک طالبان پاکستان ترڅنګ د القاعدې ځینې وسلوال هم شته دي.

دې جنګیالیو ته هره ورځ نظامي تمرینات ورکول کیږي او منظم عسکري سیسټم لري.

سراج الدین حقاني دغه هر جنګیالي ته ۱۹ زره افغانۍ معاش ورکوي؛ خو د مسوولانو او قومندانانو معاشونه بیا له دې هم لوړ دي.

د دې اډې د جنګیالیو هویت تر ډېره پټ ساتل کیږي او کله هم چې دوی بیرون وځي مخونه یې له خلکو پټ کړي وي.

د خوست ځینو اوسېدونکو چې دا جنګیالي په خپلو سترګو لیدلي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې کله هم دا جنګیالي ویني، نو د سي ای اې له خوا روزل شوي پخواني کي پي اېف ځواګونو یاد یې تازه کیږي.

د دوی په خبره، دې وسلوالو له کي پي اېف پاتې نظامي دریشۍ پر تن وي، مخونه یې پټ وی، امریکايي وسلې یې په لاسونو کې وي او سیمرغ موټرو کې سپاره وي او عام موټر خپل څنګ ته نه پرېږدي.

که څه هم په کندهار کې ناست د طالبانو مشر ملا هبت له خپلو کسانو سیمرغ موټر راټول کړي او خپلو خاصو ځواکونو ته یې ورکړي، خو د سراج الدین حقاني تر واک لاندې جنګیالي اوس هم سیمرغ موټرو کې کرځي.

خو سراج الدین حقاني ته نه یوازې دا چې له سي ای اې له مرکز نه سیمرغ موټر پاتې دي، بلکې د نظامي ودانیو ترڅنګ، نظامي وسایط او درنې وسلې هم ور پاتې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې کله هم خوست ته ځي؛ نو دې اډې ته ورځي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې حقاني شبکې د ځانمرګو ځانګړې قطعه هم بېرته منظمه کړې ده او په خوست کې د سي ای اې پخوانۍ اډه کې ساتل کیږي.

په طالبانو کې د سراج الدین حقاني په مشری حقاني شبکه د ځانمرګو او خونړیو موټر بم بریدونو کې مشهوره ده.

سراج الدین حقاني د طالبانو له نور ادارې رسمي تشکیل پرته دا ځانمرګي ساتي او غواړي چې په راتلونکې کې د هر ډول ګواښ پر وړاندې نه یوازې دا ځانمرګي ولري، بلکې د یو منظم ځواک لرلو لپاره د خپلو جنګیالیو د زیاتولو په لټه کې دی.

یو کس چې دغې اډې ته تګ راتګ لري، وايي « د هرې ورځې په تېریدو سره د جنګیالیو حضور په ډېریدو دی او نوي کسان دې ځای ته راوړل کیږي»

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د تېر جمهوري نظام پرځېدو سره سم له دې اډې د امریکا د استخباراتو له خوا روزل شوي، د خوست ولایتي قواوو یا «کي پي اېف» ځواګونو وتلو سره ددې اډې کنټرول سراج الدین حقاني په خپل لاس کې واخېست.

دا اډه د امریکا استخباراتو له خوا د القاعدې سره د جګړه لپاره په ۲۰۰۱ کال کې جوړه شوې او بیا یې وروسته په ۲۰۰۲ کال کې په خوست د لومړني وژل شوي امریکايي سرتیري «چاپمېن» په نوم کړه؛ خو د خوست اوسېدونکي یې بیا د زوړ میدان په نوم یادوي.

امریکايي استخباراتو یا سي ای اې له ۲۰۰۱ د خوست له ځايي اسېدونکو شاوخوا لس زره ځواګونه ورزول او دوی یې د ډېورنډ ګرښې سره د خوست، پکتیا او پکتیکا ترمنځه لویو لارو کې ځای پر ځای کړل.

امریکايي ځواګونو دا سرتېري په پرمختللو وسلو سمبال کړل چې د طالبانو پرضد یې خونړي بریدونه کول.

وروسته دا اډه د خوست ولایتي قواوو په نومه مشهوره شوه.

امریکايي استخباراتو شمالي وزیرستان کې د القاعدې او طالبانو پرضد ډرون بریدونه هم له دې اډې تنظیمول.

د ۲۰۰۹ کال په ډسیمبر کې د اردن یوه فلسطين الاصله وګړي همام خلیل البلوي په خوست کې د سي ای اې په دې اډه کې دننه ځانمرګی برید وکړ، چې د یوه اردني استخباراتي مامور په ګډون اته امریکايي استخباراتي کارکوونکي پکې ووژل شول.

له دې برید وروسته د تحریک طالبان پاکستان د وژل شوي مشر بیت الله مسید او د ځانمرګي بریدګر همام خلیل البلوي کډه ویډیو خپره شوه چې د دې برید د پلان په هکله یې پکې خبرې کولې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ایران په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید کمېدلو «ادعا» بیا رد کړه

۱۰ تله ۱۴۰۳ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۱

سره له دې چې پر طالبانو سربېره د ملګرو ملتونو راپورونه په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید کمېدو خبره کوي، خو ایران بیا دا خبره ردوي. د دغه هېواد د نشه يي توکو ضد مبارزې د مرکز مرستیال محمد جمالو وايي، «په افغانستان کې د دې توکو د کمښت ادعا تر رسنیزو هڅو پورې ده.»

ښاغلی جمالو زیاتوي، په افغانستان کې لا هم د نشه يي توکو د تولید او یا پر صنعتي توکو د دودیز نشيه يي توکو د بدلېدو مخه نه ده شوې ده.

نوموړی نن له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې وايي، ایران له افغانستان سره د ګاونډیتوب له امله په دې برخه کې له ډېر ګواښ سره مخ دی.

د طالبانو واکمنېدو سره د دې ډلې مشر په افغانستان کې د نشه يي توکو پر تولید، کر او تجارت بندیز ولګاوه.

له هغه راهیسې دا ډله مختلفو ولایتونو کې د دې توکو د کروندو پرضد عملیات کوي او نږدې هره اونۍ یې خبرونه په رسنیو کې خپروي.

رویټر خبري اژانس تېر جون کې وویل، چې پر ۲۰۲۲ کال د طالبانو د مشر په فرمان پسې تېر کال په افغانستان کې د تریاکو کښت ۹۵ سلنه کم شوی، چې هیرویین یا پوډر ترې جوړېږي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ادارې هم د جون پر ۲۶ د نشه يي توکو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل کلني راپور کې وویل، په افغانستان کې د تریاکو یا اپینو دغه بې ساري کمېدل به د افغانستان، ټرانیزیټي او مقصدي هېوادونو لپاره ګڼې پایلې ولري.

دا اداره وايي، د طالبانو بندیز سره به د نشه يي توکو مارکېټ کې د نګه یا سوچه هیروین یا پوډر هم کم شي.

ملګري ملتونه وايي، که څه هم سږ کال په ځینې سیمو کې د تریاکو د تولید زیاتېدو نښې شته، خو پخوانۍ کچې ته رسېدلی نه شي.

دغه اداره وايي، د روان ۲۰۲۴ کال لومړیو کې د اروپا، منځني ختیځ او سوېلي افریقا په مارکېټونو کې د افغان نشه يي توکو ریښتونی کمښت نه دی لیدل شوی، خو که افغانستان کې پرې بندیز روان وي، نو دا حالت به بدل شي.

ملګري ملتونه وايي، د دې توکو د تولید کمښت سره به د هغوی اړوند درملنه هم اغېزمنه او پوډر یا هیروین کاروونکي به نورو صنعتي نشه يي توکو ته مخه کړي.

په راپور کې راغلي چې په دغسې حالت کې به د روغتیا لپاره پام وړ خطرې زیاتې او د نیتازین په څېرځینې ځواکمنو نشه يي توکو په ګډون د مختلفو مخدره موادو کارېدل زیات شي.

د نیتازین په څېر ځینې پرمختللي نشه يي مصنوعي توکي دې وروستیو کلونو کې په اروپا کې دود شوي دي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ادارې سرڅېړونکې انجلا مي وايي، په ایرلنډ، بریتانیا، استونیا او لیتویا کې له دې نشه يي توکو د ډېرو کسانو د مړه کېدو خبر هم و رکړل شوی دی.

ملګري ملتونه وېره ښيي چې د بدیلو نشه يي توکو کارولو سره امکان ډېر دی چې ورته مړینې لا زیاتې شي.

د امریکا په یرغل پسې افغانستان د نړۍ د نشه يي توکو په تر ټولو ستر صادروونکي بدل شو، خو د طالبانو واکمنېدو پسې د دې ډلې مشر په ۲۰۲۲ کال د دې توکو پر کر، تولید او تجارت بندیز ولګاوه.

د دغه بندیز د یو کال تېرېدو سره افغانستان د نشه يي توکو د تولید نوملړ کې خپل ځای میانمار ته پرېښود.

خو د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو اداره وايي، په میانمار کې د افینو یا تریاکو د تولید ۳۶ سلنې زیاتېدو سره بیا هم هیرویین یا پوډر په نړیواله کچه ۷۵ سلنه کم شوي دي

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د څاوو د سرونو بندېدو لپاره کمېټه جوړه کړه

۱۰ تله ۱۴۰۳ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د هر ډول کېندل شویو څاګانو مالکینو ته خبرداری ورکړی، چې د پېښو د مخنيوي لپاره د څاوو سرونه بند کړي.

دغه وزارت نن ويلي ويلي، څاګانو ته د ماشومانو د لوېدلو د مخنيوي لپاره یې ولایتونو ته يوه کمېټه جوړه کړې، چې د دې څاګانو د سرونو بندېدل وڅاري.

طالبانو وايي، له هغو کسانو سره به جدي او قانوني چلند وکړي، چې د څاګانو سرونه بند نه کړي.

څاګانو یا برمو ته د ماشومانو لوېدلو پېښې تر ډېره د افغانستان په سويلي ولایتونو کې رامنځ ته شوي.

ډېر مهال برمو ته لویدلی ماشوم تر ډېرو هڅو وروسته بیا هم ونه ژغورل او مړه شي.

په تازه پېښه کې پرون د غزنې په دهیک ولسوالۍ کې طالبانو د عبيدالله په نوم برمې ته لوېدلی ماشوم ونه ژغوره او د ژغورنې په دې عملياتو کې د يوه طالب په ګډون درې نور کسان هم مړه شول.

دغه ماشوم څلور شپې په برمه کې بند پاته و.

طالبانو د برمې څنګ ته یو لغم اېستلی و ترڅو ماشوم وژغوري، چې د ګاز نيونې له کبله د ژغورنې ډله هم مړه شوه.

کندهار کې د طالبانو استخباراتو د کرنې رياست یو چارواکی نیولی او بل تښتېدلی دی

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۴۳ GMT+۱

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د طالبانو استخباراتو د کرنې او مالدارۍ رياست د مالدارۍ امر او د حيواني روغتيا مدير په فساد تورن کړي دي. طالبانو د همدې ادارې د حیواني روغتيا مدير نیولی او د مالدارۍ امر تښتېدلی دی.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د دې ولایت د طالبانو استخباراتو د کرنې او مالدراۍ رياست د حیواني روغتيا مدير ډاکټر فهیم چې د کاپیسا ولایت دی لاس په لاس د فساد په تور نیولی.

سرچينه زياتوي، چې استخباراتو د مالدارۍ پر امر محمد حامد هم د فساد ثبتونه پېدا کړي؛ خو نوموړي تر خبرېدو وروسته نامعلوم ځای ته تښتېدلی دی.

د کندهار د طالبانو د استخباراتو يوې سرچينې ویلي، چې همدې کسانو د کروندګرو، باغ لرونکو او مالدارو سره د مرستندویه ادارو توکې په بازارونو کې پلورل او مرسته يې مستحقو کسانو ته نه لېږل.

سرچينه زياتوي، چې پر همدې کسانو شکايتونه د طالبانو تر رییس الوزرا رسيدلي او پر همدې کسانو یې مستند ثبوتونه هم پېدا کړي دي.

د یادونی وړ ده، چې څو مياشتي مخکې هم د رییس الوزرا په امر له کابل څخه خاصي نظامي قطعې د کندهار د ترانسپورټ رییس د فساد په تور نیولی و.

د کندهار د طالبانو د ترانسپورټ رییس تر درې ورځې بند وروسته د پراخو اړیکو او واسطې له مخې خوشې شو.

تر هغه وروسته د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په ځانګړي امر د کندهار د طالبانو د عامي روغتيا مشر محمد ادم مسلم د ترانسپورټ رییس وټاکه.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډله له پراخو انتقادونو سره مخ شوې، چې په ادارو کې فساد، شخصي اړيکي پالل او واسطه په کې تر نورو ډېره ياديږي.

په تېرو درېيو کلنو کې طالبانو له واک څخه په استفادې د خورا ډېرو شمتنیو خاوندان شوي، د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنیز راپور پر بنسټ د طالبانو د مشر په ګډون یو شمېر کندهاري طالبانو په عینو مېنه کې د ۱۳ میلیونو ډالرو په ارزښت کورونه اخیستي دي.

حال وش د بشري حقونو اداره: په ایران کې یو بل افغان اعدام شو

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۶ GMT+۱

د حال وش په نوم د بشري حقونو ادارې ويلي، چې د ایران حکومت د مشهد ښار په وکیل اباد عمومي زندان کې یو افغان بندي اعدام کړی دی. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ وویل، چې د دغه سړي د اعدام حکم د هغه د کورنۍ له خبرتیا پرته په پټه ترسره شوی دی.

حال وش د دوشنبې په ورځ (د تله ۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې په ۱۳۹۸ کال کې یو افغان زنداني د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوی و.

حال وش د دغه افغان هویت د «نثار احمد رحمتي» په نوم اعلان کړی او ويلي يې دي، چې نوموړی د یکشنبې په ورځ له عمومي زندان څخه ځانګړې بند خونې ته لېږدول شوی دی.

د دغو افغانانو د محاکمې او زندان د وضعیت په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي او تر اوسه د ایران چارواکو او د ایران دولتي رسنیو د دغه اعدام په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د یکشنبې په ورځ د شېراز په مرکزي زندان کې د دوو افغانانو په ګډون د ۱۴ بندیانو د اعدامولو خبر ورکړی و.

طالبانو په لغمان کې درې کسان د خلکو په مخ کې په دورو وهلي دي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۱ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې په لغمان ولایت کې یې درې کسان د همجنسبازۍ او "اخلاقي فساد" په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي. طالبانو له دغو کسانو څخه یو یې په څلور کاله او شپږ میاشتې بند او دوه نور یې په یو کال بند محکوم کړي دي.

د دوشنبې په ورځ د طالبانو د سترې محکمې «د تلې ۹مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کسان د لغمان ولایت د ښاري ابتدایي محکمې د حکم پر اساس په بند محکوم شول.

په افغانستان کې د جسمي مجازاتو د تطبیق په اړه له نړۍوالو غبرګونونو سره - سره طالبان نږدې هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې خلک په دورو وهي.

تر دې مخکې دغې ډلې په فاریاب ولایت کې یوه ښځه له کوره د تیښتې او د واده پرته د جنسي اړیکې نیولو په تور په دورو وهلې وه.