محمود احمدي نژاد: په ایران کې د موساد سره د مبارزې د پټې قطعې سرپرست د اسراییل مامور و

د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د ایران پر استخباراتي ادارو د اسراییل موساد د پراخ نفوذ خبر ورکړ.

د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د ایران پر استخباراتي ادارو د اسراییل موساد د پراخ نفوذ خبر ورکړ.
هغه وویل، چې د ایران استخباراتو د اسراییل د موساد له فعالیتونو سره د مبارزې لپاره یوه ځانګړې قطعه جوړه کړې وه؛ خو معلومه شوه، چې دغه قطعه په خپله د اسراییل د اجنټانو په لاس کې ده.
احمدي نژاد له سي اين اين ترک سره په مرکه کې وویل، چې د دې قطعې مشر په حقیقت کې د اسراییل کارمند و.
هغه ادعا وکړه، چې د ایران د استخباراتو په ډله کې شل نورو اجنټان، چې د اسراییل د استخباراتي فعالیتونو د څارنې دنده پر غاړه درلوده هم «خیانت» کړی دی.
د احمدي نژاد په وینا دغو اجنټانو اسراییل ته د ایران د اټومي پروګرام په اړه حساس معلومات ورکول.
د ایران پخواني ولسمشر ویلي، چې د عملیاتو له بشپړېدو وروسته دغه کسان اسراییل ته وتښتېدل.
په دې وروستیو کې د سپاه پاسدارانو انټرنټي ټلویزیون ویاند وحيد خضاب «د ایران په خاوره کې د اسراییل وروستي عمليات» تاييد کړل.
هغه د یوې معلوماتي سرچینې په حواله اعلان وکړ چې «په دې یوه میاشت کې اسراییل د ایران په خاوره کې عملیات کړي، شهیدان یې کړي او اسناد یې تښتولي دي.»
شا او خوا یوه اونۍ مخکې د سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د «اسراييل سره د همکارۍ په تور» د ۱۲ کسانو د نيولو خبر ورکړی و.
په دې اعلامیې کې ویل شوي، چې نیول شویو کسانو د یوې شبکې له مخې په ایران کې د امنیتي ضد اقداماتو د ترسره کولو نیت درلود.

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت نن یوه بیانیه کې پر لبنان د اسراییل ځمکنی برید بې قانونه او نیواکګر ګام وباله.
ترکیه وايي، تل ابیب په دغه ګام سره د لبنان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېرې کړی او باید له دغه هېواد د خپلو ځواکونو سملاسي اېستلو سره دا عملیات ودردوي.
په بیانیه کې راغلي چې په دغه یرغل سره د سیمې امن او ټیکاو هم په نښه شوی دی او ډېر امکان شته چې د جګړې له امله د کډوالو نوې څپه پیل شي.
دغه وزارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا هم غواړي چې د نړیوالو حقونو د پرځایښت لپاره لازم ګاومونه پورته کړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم تر دې مخکې ویلي و، که د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر لبنان او غزه د اسراییل د بریدونو مخه ونه نیسي، نو د دې سازمان عمومي جرګه باید د ۱۹۵۰ کال د پرېکړه لیک له مخې د دې بریدونو د مخنیوي لپاره زور ته لاس واچوي.

د پاکستان د خصوصي سکټور وزير ويلي، چې دغه فورم د مسکو او اسلام اباد ترمنځ د نویو دوه اړخیزو اړیکو د پیل نښه ده. عبدالعلیم خان زياتوي، چې په سوداګريزه برخه کې پاکستان «د نړۍ له لویو بازارونو څخه شمېرل کېږي او بهرنۍ پانګونه پکې بشپړه خوندي ده.»
د پاکستان راډیو د ننني راپور له مخې، عبدالعلیم خان په مسکو کې د پاکستان او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې دوه اړخيزو اړيکو ته په اشارې ويلي، چې پاکستان په سيمه کې د سوداګرۍ او پانګونې تر ټولو ازاد او خوندي سیسټم لري.
نوموړي ويلي، چې ټولي اقتصادي برخې يې د پانګونې لپاره پرانیستې دي.
په روسيه کې د پاکستان سفير محمد خالد جمالي بیا ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري یو ارب «میلیارد» ډالرو ته رسېدلې او دا د اقتصاد او سوداګريزو اړيکو زياتېدو ته د دواړو لورو لېوالتیا ښيي.
د جمالي په خبره، پاکستان مسکو ته د یو مهم او باوري سوداګريز شریک په سترګه ګوري او پاکستان له روسيې سره د اقتصادي اړيکو د لا پراختيا لپاره کار کولو ته سترګي په لار دی.

په خوست کې څو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، په دغه ولایت کې د سي ای اې پخوانۍ اډه کې د حقاني شبکې اړوند سلګونه داخلي او بهرني وسله وال روزل او ساتل کیږي. ځايي سرچینو وویل، دغې اډې ته د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم تګ راتګ کوي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، سراج الدین حقاني ته نږدې کس احمد الله سرحدي اوس مهال په خوست کې د سي ای اې د پخوانۍ اډې مسوول دی.
د سرچینو په خبره، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په توګه سراج الدین حقاني په دې اډه کې وسلوال د دې ډلې د حکومت تر واک لاندې امنیتي ادارو سره نه دي ثبت کړي.
افغانستان انټرنشنل له هغو څو تنو سره هم خبرې کړې دی، چې اوس هم دغې اډې ته تګ راتګ لري.
په دې اډه کې شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالي حضور لري؛ خو په دې کې نه یوازې دا چې افغانان دي بلکې د تحریک طالبان پاکستان ترڅنګ د القاعدې ځینې وسلوال هم شته دي.
دې جنګیالیو ته هره ورځ نظامي تمرینات ورکول کیږي او منظم عسکري سیسټم لري.
سراج الدین حقاني دغه هر جنګیالي ته ۱۹ زره افغانۍ معاش ورکوي؛ خو د مسوولانو او قومندانانو معاشونه بیا له دې هم لوړ دي.
د دې اډې د جنګیالیو هویت تر ډېره پټ ساتل کیږي او کله هم چې دوی بیرون وځي مخونه یې له خلکو پټ کړي وي.
د خوست ځینو اوسېدونکو چې دا جنګیالي په خپلو سترګو لیدلي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې کله هم دا جنګیالي ویني، نو د سي ای اې له خوا روزل شوي پخواني کي پي اېف ځواګونو یاد یې تازه کیږي.
د دوی په خبره، دې وسلوالو له کي پي اېف پاتې نظامي دریشۍ پر تن وي، مخونه یې پټ وی، امریکايي وسلې یې په لاسونو کې وي او سیمرغ موټرو کې سپاره وي او عام موټر خپل څنګ ته نه پرېږدي.
که څه هم په کندهار کې ناست د طالبانو مشر ملا هبت له خپلو کسانو سیمرغ موټر راټول کړي او خپلو خاصو ځواکونو ته یې ورکړي، خو د سراج الدین حقاني تر واک لاندې جنګیالي اوس هم سیمرغ موټرو کې کرځي.
خو سراج الدین حقاني ته نه یوازې دا چې له سي ای اې له مرکز نه سیمرغ موټر پاتې دي، بلکې د نظامي ودانیو ترڅنګ، نظامي وسایط او درنې وسلې هم ور پاتې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې کله هم خوست ته ځي؛ نو دې اډې ته ورځي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې حقاني شبکې د ځانمرګو ځانګړې قطعه هم بېرته منظمه کړې ده او په خوست کې د سي ای اې پخوانۍ اډه کې ساتل کیږي.
په طالبانو کې د سراج الدین حقاني په مشری حقاني شبکه د ځانمرګو او خونړیو موټر بم بریدونو کې مشهوره ده.
سراج الدین حقاني د طالبانو له نور ادارې رسمي تشکیل پرته دا ځانمرګي ساتي او غواړي چې په راتلونکې کې د هر ډول ګواښ پر وړاندې نه یوازې دا ځانمرګي ولري، بلکې د یو منظم ځواک لرلو لپاره د خپلو جنګیالیو د زیاتولو په لټه کې دی.
یو کس چې دغې اډې ته تګ راتګ لري، وايي « د هرې ورځې په تېریدو سره د جنګیالیو حضور په ډېریدو دی او نوي کسان دې ځای ته راوړل کیږي»
د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د تېر جمهوري نظام پرځېدو سره سم له دې اډې د امریکا د استخباراتو له خوا روزل شوي، د خوست ولایتي قواوو یا «کي پي اېف» ځواګونو وتلو سره ددې اډې کنټرول سراج الدین حقاني په خپل لاس کې واخېست.
دا اډه د امریکا استخباراتو له خوا د القاعدې سره د جګړه لپاره په ۲۰۰۱ کال کې جوړه شوې او بیا یې وروسته په ۲۰۰۲ کال کې په خوست د لومړني وژل شوي امریکايي سرتیري «چاپمېن» په نوم کړه؛ خو د خوست اوسېدونکي یې بیا د زوړ میدان په نوم یادوي.
امریکايي استخباراتو یا سي ای اې له ۲۰۰۱ د خوست له ځايي اسېدونکو شاوخوا لس زره ځواګونه ورزول او دوی یې د ډېورنډ ګرښې سره د خوست، پکتیا او پکتیکا ترمنځه لویو لارو کې ځای پر ځای کړل.
امریکايي ځواګونو دا سرتېري په پرمختللو وسلو سمبال کړل چې د طالبانو پرضد یې خونړي بریدونه کول.
وروسته دا اډه د خوست ولایتي قواوو په نومه مشهوره شوه.
امریکايي استخباراتو شمالي وزیرستان کې د القاعدې او طالبانو پرضد ډرون بریدونه هم له دې اډې تنظیمول.
د ۲۰۰۹ کال په ډسیمبر کې د اردن یوه فلسطين الاصله وګړي همام خلیل البلوي په خوست کې د سي ای اې په دې اډه کې دننه ځانمرګی برید وکړ، چې د یوه اردني استخباراتي مامور په ګډون اته امریکايي استخباراتي کارکوونکي پکې ووژل شول.
له دې برید وروسته د تحریک طالبان پاکستان د وژل شوي مشر بیت الله مسید او د ځانمرګي بریدګر همام خلیل البلوي کډه ویډیو خپره شوه چې د دې برید د پلان په هکله یې پکې خبرې کولې.

سره له دې چې پر طالبانو سربېره د ملګرو ملتونو راپورونه په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید کمېدو خبره کوي، خو ایران بیا دا خبره ردوي. د دغه هېواد د نشه يي توکو ضد مبارزې د مرکز مرستیال محمد جمالو وايي، «په افغانستان کې د دې توکو د کمښت ادعا تر رسنیزو هڅو پورې ده.»
ښاغلی جمالو زیاتوي، په افغانستان کې لا هم د نشه يي توکو د تولید او یا پر صنعتي توکو د دودیز نشيه يي توکو د بدلېدو مخه نه ده شوې ده.
نوموړی نن له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې وايي، ایران له افغانستان سره د ګاونډیتوب له امله په دې برخه کې له ډېر ګواښ سره مخ دی.
د طالبانو واکمنېدو سره د دې ډلې مشر په افغانستان کې د نشه يي توکو پر تولید، کر او تجارت بندیز ولګاوه.
له هغه راهیسې دا ډله مختلفو ولایتونو کې د دې توکو د کروندو پرضد عملیات کوي او نږدې هره اونۍ یې خبرونه په رسنیو کې خپروي.
رویټر خبري اژانس تېر جون کې وویل، چې پر ۲۰۲۲ کال د طالبانو د مشر په فرمان پسې تېر کال په افغانستان کې د تریاکو کښت ۹۵ سلنه کم شوی، چې هیرویین یا پوډر ترې جوړېږي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ادارې هم د جون پر ۲۶ د نشه يي توکو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل کلني راپور کې وویل، په افغانستان کې د تریاکو یا اپینو دغه بې ساري کمېدل به د افغانستان، ټرانیزیټي او مقصدي هېوادونو لپاره ګڼې پایلې ولري.
دا اداره وايي، د طالبانو بندیز سره به د نشه يي توکو مارکېټ کې د نګه یا سوچه هیروین یا پوډر هم کم شي.
ملګري ملتونه وايي، که څه هم سږ کال په ځینې سیمو کې د تریاکو د تولید زیاتېدو نښې شته، خو پخوانۍ کچې ته رسېدلی نه شي.
دغه اداره وايي، د روان ۲۰۲۴ کال لومړیو کې د اروپا، منځني ختیځ او سوېلي افریقا په مارکېټونو کې د افغان نشه يي توکو ریښتونی کمښت نه دی لیدل شوی، خو که افغانستان کې پرې بندیز روان وي، نو دا حالت به بدل شي.
ملګري ملتونه وايي، د دې توکو د تولید کمښت سره به د هغوی اړوند درملنه هم اغېزمنه او پوډر یا هیروین کاروونکي به نورو صنعتي نشه يي توکو ته مخه کړي.
په راپور کې راغلي چې په دغسې حالت کې به د روغتیا لپاره پام وړ خطرې زیاتې او د نیتازین په څېرځینې ځواکمنو نشه يي توکو په ګډون د مختلفو مخدره موادو کارېدل زیات شي.
د نیتازین په څېر ځینې پرمختللي نشه يي مصنوعي توکي دې وروستیو کلونو کې په اروپا کې دود شوي دي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ادارې سرڅېړونکې انجلا مي وايي، په ایرلنډ، بریتانیا، استونیا او لیتویا کې له دې نشه يي توکو د ډېرو کسانو د مړه کېدو خبر هم و رکړل شوی دی.
ملګري ملتونه وېره ښيي چې د بدیلو نشه يي توکو کارولو سره امکان ډېر دی چې ورته مړینې لا زیاتې شي.
د امریکا په یرغل پسې افغانستان د نړۍ د نشه يي توکو په تر ټولو ستر صادروونکي بدل شو، خو د طالبانو واکمنېدو پسې د دې ډلې مشر په ۲۰۲۲ کال د دې توکو پر کر، تولید او تجارت بندیز ولګاوه.
د دغه بندیز د یو کال تېرېدو سره افغانستان د نشه يي توکو د تولید نوملړ کې خپل ځای میانمار ته پرېښود.
خو د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو اداره وايي، په میانمار کې د افینو یا تریاکو د تولید ۳۶ سلنې زیاتېدو سره بیا هم هیرویین یا پوډر په نړیواله کچه ۷۵ سلنه کم شوي دي

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د هر ډول کېندل شویو څاګانو مالکینو ته خبرداری ورکړی، چې د پېښو د مخنيوي لپاره د څاوو سرونه بند کړي.
دغه وزارت نن ويلي ويلي، څاګانو ته د ماشومانو د لوېدلو د مخنيوي لپاره یې ولایتونو ته يوه کمېټه جوړه کړې، چې د دې څاګانو د سرونو بندېدل وڅاري.
طالبانو وايي، له هغو کسانو سره به جدي او قانوني چلند وکړي، چې د څاګانو سرونه بند نه کړي.
څاګانو یا برمو ته د ماشومانو لوېدلو پېښې تر ډېره د افغانستان په سويلي ولایتونو کې رامنځ ته شوي.
ډېر مهال برمو ته لویدلی ماشوم تر ډېرو هڅو وروسته بیا هم ونه ژغورل او مړه شي.
په تازه پېښه کې پرون د غزنې په دهیک ولسوالۍ کې طالبانو د عبيدالله په نوم برمې ته لوېدلی ماشوم ونه ژغوره او د ژغورنې په دې عملياتو کې د يوه طالب په ګډون درې نور کسان هم مړه شول.
دغه ماشوم څلور شپې په برمه کې بند پاته و.
طالبانو د برمې څنګ ته یو لغم اېستلی و ترڅو ماشوم وژغوري، چې د ګاز نيونې له کبله د ژغورنې ډله هم مړه شوه.
