د تهران په ګډون په ځینو هېوادونو کې خلکو پر اسراییل د ایران توغندیز برید ونمانځه

د تهران، بیروت، بغداد او غزې په لارو کوڅو کې خلکو په واټونو کې پر اسراییل د ایران توغندیز برید ونمانځه. د تهران په فلسطین څلورلارې کې په زرګونو کسانو د حزب الله، لبنان او ایران بېرغونه هم رپول.