• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ایران او پاکستانه تازه له ۳۰۰ څخه ډېرې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۶:۲۴ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۳۱۹ کورنۍ راستنې شوې دي. بل خوا د طالبانو د کډوالو وزیر په ایران او پاکستان کې د کډوالو له اتشو سره په انلاین ناسته کې په یادو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

باختر اژانس پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې ۲۴ کورنۍ د ننګرهار له تورخم، ۳۲ د کندهار له سپین بولدک، ۱۲۱ کورنۍ د نیمروز له ورېښمو پله او ۱۴۲ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي.
د څه باندې یوه کال په تېرېدو طالبان نه دي توانیدلي، چې له ایران او پاکستان سره د افغان کډوالو ستونزو ته حل لاره ومومي.
دواړه ګاونډي هېوادونه نږدې هره ورځ سلګونه کورنۍ له خپلو هېوادونو باسي او افغانستان ته یې په جبري ډول ستنوي.
بل خوا د طالبانو د کډوالو وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې په پاکستان کې د اسلام اباد، پېښور، کوټې او‌ په ایران کې د تهران، مشهد او ذاهدان د کډوالو اتشو سره یې انلاین ناسته کړې ده.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې په یاده ناسته کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې شوې او د طالبانو د کډوالو وزیر ویلي، چې په دغو هېوادونو کې به افغان کډوالو ته د پاسپورټ او پېژندپاڼو د وېش په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۴

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۵

ایران افغانستان د خپل «دفاعي کمربند» یوه برخه وباله