د اسراییل استازی: دا چې ایران به له کومو پایلو سره مخامخ شي د دوی له تصوره لرې ده
په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازی ډني ډانون د ایران د اسلامي جمهوریت د توغندیز برید په غبرګون کې وویل، د ایران د اقداماتو له امله به له هغو عواقبو سره مخامخ شي چې دوی یې تصور هم نه کوي.
هغه زیاته کړه: «نړۍ باید عمل وکړي، ایران باید د توغندیز د برید لپاره دروند قیمت ادا کړي.»