یونېسف: د نجونو د حقونو خوندیتوب لپاره یو ټولیز اقدام ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ( یونېسف) وایي، چې نجونې د خپلو حقونو د ساتنې، د خنډونو د لرې کولو او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یو ټولیز اقدام ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ( یونېسف) وایي، چې نجونې د خپلو حقونو د ساتنې، د خنډونو د لرې کولو او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یو ټولیز اقدام ته اړتیا لري.
یونېسف بنسټ دغه څرګندونې په اېکس پاڼه د نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپرې کړې دي.
په دغې لیکنه کې راغلي:« موږ په ګډه کولای شو، د ټولو لپاره ښه راتلونکی جوړ کړو.»یونېسف زیاتوي، چې د نجونو په حرکتونو او غورځنګونو باید پانګونه وشي او دغې موخې ته د رسېدو لپاره باید له هغوی ملاتړ وشي.له بل پلوه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتنبایوا بیا وایي، چې د نجونو پر زدهکړو بندیز یوازې پر نجونو اغېز نه دی کړی؛ بلکې د افغانستان په کچه یې درې کلن فرصت هم ضایع کړی دی.هغه وایي:« په افغانستان کې موږ دغه مهمه ورځ په ډېرې خواشینۍ سره نمانځو، ځکه چې شاوخوا ۱۱۲۰ ورځې کېږي چې طالبانو د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی دی.»


د طالبانوپه کانونو او پټرولېم وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دې ډلې استخباراتو د کانونو وزارت د عوایدو رییس او شهاب الدین دلاور ته نږدې کس د مالي فساد له امله نیولی. سرچینې وايي محمد رسول عقاب په خپل دفتر کې له سوداګرو د پیسو اخیستو پرمهال لاس په لاس نیول شوی دی.
سید رسول عقاب د طالبانو د کانونو او پټرولېم وزارت کې د عوایدو د تنظیم رییس و.
نوموړی د طالبانو د کانونو او پترولېم پخوانی وزیر وزیر شهاب الدین دلاور په وخت کې ګمارل شوی او د شهاب الدین دلاور د یو له نژدې کسانو شمېرل کیږي.
د زمري په میاشت کې د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه فرمان کې د دغې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور له دندې ګوښه او پرځای یې د طالبانو مرکزي بانک مشر هدایت الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وګماره.
د افغانستان انټرنشنل د راپور په بنسټ شهاب الدین دلاور غوښتل، چې د سید رسول عقاب په شمول خپل یو تعداد نژدې کسان د کانونو وزارت راوستل او افغان سرې میاشتې ټولنه کې ځای پر ځای کړل.
د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د دې راپور له خپرېدو سره د شهاب الدین دلاور د دې پرېکړې پر وړاندې ملا هبت الله غبرګون وښود او له شهاب الدین دلاور یې وغوښتل چې د کانونو وزارت څخه د خپلو نژدې کسانو له بدلولو ډډه وکړي.
د طالبانو باخبره سرچینې:« سرې میاشتې ته د کسانو له را وستلو وروسته امیرالمومنین فرمان ورکړ، چې دا کسان خپلو ځایونو ته باید لاړ شي.»
د ملا هبت الله د دې مخالفت سره د کانونو او پترولېم د عوایدو رییس سید رسول عقاب په شمول د شهاب الدین دلاور نژدې کسان بېرته خپلو پخوانیو دندو ته ستانه شول.
د سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو کانونو او پترولېم وزارت د عوایدو ریاست رییس تېره ورځ خپل دفتر کې د طالبانو د استخباراتو له خوا په داسې حال کې ونیول شو، چې له څو سوداګرو یې بډې اخیستلې.
که څه هم په تېرو درېو کالونو کې طالبانو د خپلو هغه کسانو باندې پرده اچولې، چې د مالي فساد ترڅنګ په اخلاقي فساد کې ککړ ول.
تر اوسه پورې طالبانو په رسمي ډول د کانونو او پترولېم وزارت د عوایدو رییس سید رسول عقاب په اړه رسمي ټول څه نه دي ویلي.
تر طالبانو مخکې په جمهوریت هم نیوکې دا وې چې د وزیر بدلېدو سره د اړوند وزارت مختلف چارواکي په تېره د وزیر له دفتر سره نږدې کسان بدلېږي او اړوند چارواکی خپل د راز او نیاز کسان ګوماري.
دغه چاره د اداري فساد د زیاتېدو یو مهم لامل هم بلل کېده.

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې افغانان او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د طالبانو د سختو پالیسیو له امله په رواني ناروغیو اخته شوې دي.
هغې دغه څرګندونې د رواني روغتیا د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه شریکې کړې دي.
تېره ورځ پنجشنبه (د تلې ۲۰مه) د رواني روغتیا نړۍواله ورځ وه.
هغې زیاته کړې:« موږ ټول باید د افغان مېرمنو د حقونو لپاره په مبارزه کې د دوی ملاتړ ته دوام ورکړو.»
هغې دا رنګه لیکلي:« لکه څنګه چې موږ د رواني روغتیا نړۍواله ورځ لمانځو، زه غواړم په افغانستان کې د رواني روغتیا ویجاړونکي ناورین ته د ټولو پام راواړوم، چې افغانان او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د طالبانو د سختو او خطرناکو پالیسیو له امله له رواني روغتیایي حالت سره مخامخې شوې دي.
د بشري حقونو د ځینو بنسټونو د راپورونو له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغان مېرمنو او نجونو کې اروایي ناروغۍ زیاتې شوې دي چې له امله یې د ځان وژنو شمېره هم لوړه شوې ده.

د امریکا ان بي سي شبکې راپور ورکړی، چې افغان کډوال نصیر احمد توحیدي چې په متحده ایالاتو کې د ترهګریز برید د پلانولو په تور نیول شوی، مخکې یې د سي ای اې لپاره کار کاوه. دغه خبري شبکې لیکلي، چې توحیدي په افغانستان کې له دغه سازمان سره د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه.
توحیدي د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) د امریکا په اوکلاهمای ایالت کې ونیول شو. د امریکا د عدلیې وزارت هغه د نومبر په میاشت کې د امریکا د ټاکنو په ورځ د داعش په نوم د یوې تروریستي حملې په پلانولو تورن کړ.
هغه پلان درلوده، چې په خلکو ډزې وکړي او یو لوی شمېر کسان ووژني.
د امریکا فدرالي پولیسو وویل، چې توحیدي په ټیلیګرام کې د داعش د ملاټړو ډلو په ګروپونو کې فعالیت درلود او په سوریه کې یې یوې خیریه موسسې سره لږترلږه ۵۴۰ ډالر مرسته کړې وه. دا موسسه د داعش لپاره د مرستو راټولولو او لیږلو کې مرسته کوي.
ویل کیږي چې توحیدي دغه برید د خپلې مېرمنې له ورور سره چې هغه هم د امریکا دایمي اوسیدونکی دی پلان کړی و.
یوه جګپوړي حکومتي چارواکي ویلي، چې توحیدي په امریکا کې د درې کلن ژوند په ترڅ کې له سخت دریځو ډلو سره لېوالتیا پیدا کړې وه. یو امنیتي چارواکي دغې شبکې ته ویلي، چې فدرالي پولیس په دې اړه څېړنې کوي.
دا څرګنده نه ده، چې هغه کله په افغانستان کې له سي ای اې سره کار کړی و. په لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي، چې توحیدي د ځانګړي مهاجرت ویزې یا اس ای وي پروګرام له لارې د کابل له سقوط څخه څو اونۍ وروسته امریکا ته راغلی.
بل خوا، دوو امریکایي چارواکو بیاا ان بي سي نیوز ته ویلي، چې هغه امریکا ته د بشردوستانه ویزې پر مټ راغلی.
د دغه افغان نیول کېدلو یو ځل بیا د افغان کډوالو په اړه څیړنې او د هغوی د اسنادو امنیتي څیړنې پوښتنې لاندې راوستی دی. تر دې وړاندې د کانګرس یو شمېر جمهوري غوښتونکو استازو د افغانانو د کډوالۍ د غوښتنو په امنیتي څیړنو کې د بایډن د حکومت د استازو دقت تر پوښتنې لاندې راوستې و.
یو امریکايي چارواکي ان بي سي ته وویل: «هر هغه افغان چې امریکا کې مېشت کیږي د یوې سختې پلټنې او امنیتي بیاکتنې له بهیره تېریږي.»
دغه امریکایي چارواکي زیاته کړه، د توحیدي قضیه د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې متحده ایالاتو ته له ننوتلو مخکې په لومړی ځل وڅیړل شوه او بیا یې د اوکلاهما ښار کې د اسنادو د اخیستو پر مهال د هغه سوابق بیاځلي وکتل شول.
د امنیتي شالید د پلټنې په پروسه کې د پناه غوښتونکي د بریښنایی ارتباطاتو څخه د معلوماتو په کارولو سره، د ترهګرۍ، داعش یا طالبانو سره د احتمالي اړیکو، لټون، د بایومټریک معلومات او هغه معلومات چې د متحده ایالاتو په حکومتي سیسټمونو کې شتون لري، پلټل کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېر له مخکې، په تېرو درېیو کلونو کې له ۱۶۰ زرو څخه ډېر افغانان د امریکا په متحده ایالاتو کې مېشت شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ د ځای ناستي په اړه د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ د دې پوست لپاره د کوم کس د ټاکلو پلان نه لرو.»
دغه چارواکي زیاته کړه چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره به د کرن ډېکر، رینا امیري او مارک پومرشایم په مشرۍ مخکې وړل کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په داسې حال کې د ټام ویسټ د ځای ناسټي په اړه څرګندونې کوي، چې تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د تلې په لسمه وویل، چې ټام ویسټ د افغانستان لپاره د افغانستان د استازي په توګه له دندې ګوښه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د همغږۍ دفتر مشر په توګه به خپل کار ته دوام ورکړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډېکر، په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا استازې رینا امیري او د منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال جان مارک پومرشایم به د ټام پر ځای دنده ترسره کړي.
ټام ویسټ د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان له پاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو. تر هغه وړاندې زلمي خلیلزاد دغه مسوولیت درلود او دواړو د دوحې د تړون په لاسلیکولو کې مهم رول ولوباوه. ویسټ د دوحې په خبرو اترو کې د خلیلزاد د مرستیال په توګه کار کاوه.
دې ته په کتو، داسې ښکاري چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي پست د دغه وزارت له جوړښت څخه لرې شوی وي.

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پرېکړه لیک د افغانستان د بشري حقونو ورځ تر بلې ډېرېدونکي ناورین ته وړ ځواب نه شي ورکولای.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو اړوند پرونۍ ۵۷ مه غونډه کې یو پرېکړه لیک لاسلیک شو چې د یاد سازمان د ځانګړي استازې دنده یې وغځوله.
د بښنې نړۍوال سازمان د سویلي اسیا سیمه ییزه مدیره سمریتي سېنګ وایي، چې دغه ناسته بیاهم د یو نړۍ وال ځواب ویونکي خپلواک میکانیزم په رامنځته کولو کې چې د جرایمو او بشر ضد کړنو پلټنه وکړي، بریالۍ نه شوه.
نوموړې وایي: "د بشر حقونو شورا یوځل بیا د افغانانو لپاره د کافي عدالت د ملاتړ په برخه کې چې په نړۍوالې ټولنې پورې یې خپلې هیلې تړلې، پاتې راغله."
یاد سازمان وایي، چې د بشر حقونو شورا له بشري حقونو د لا ډېرې ناوړه ګټې اخستنې د مخنیوي برخه کې فرصت له لاسه ور کړی ځکه طالبانو د افغانانو بشري حقونو د ځپلو چاره لا چټکه کړې ده.
د یاد سازمان په وینا، ددې پرېکړه لیک کمۍ د افغانستان زړور فعالان، په ځانګړې توګه د بشرحقونو ښځینه مدافعانې او خبریالان چې تر ګواښناکو شرایطو لاندې کار کوي، نهیلي کوي.
د بښنې نړۍ وال سازمان د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتنه کړې چې د بشري سرغړونو د شواهدو راغونډولو اړتیا په رسمیت وپېژني او د ځواب وینې یو نړۍ وال خپلواک میکانیزم ته لاره پرانیزي.