پاکستان ته د تېلو د قاچاق د یوې ویډیو له خپریدو وروسته د ۱۱ سیمه ییزو ایراني چارواکو نیول

پاکستان ته د ایران د تېلو د قاچاق د ویډیو له خپرېدو وروسته د کرمان لوی څارنوال ویلي، چې د تېلو د قاچاق په لویه قضیه کې د لاس لرلو په تور یې ۱۱ کسان نیولي دي. په دې وروستیو کې په رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې له ایران څخه پاکستان ته د تېلو قاچاق ښيي.