• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچېنې: په کابل کې د پخواني حکومت یو جنرال د طالبانو رینجر موټر لاندې کړی او وژلی یې دی

۲۱ تله ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ تله ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۲ GMT+۱

سیمه‌ییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو یو رینجر موټر د پخواني حکومت د پوځ د ۲۰۹ شاهین قول اردو درستیزوال جنرال عبدالروف محتاج وهلی او وژلی یې دی.

دغه پېښه د جمعې په ورځ د (تلې په ۲۰مه) نېټه د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د روسانو پر سړک شوې ده.
دغو سرچېنو ویلي، چې دغه جنرال د کاپیسا د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکی و او د کابل په خیرخانې مېنه کې یې ژوند کاوه.
د دغو سرچېنو په خبره، د طالبانو موټر له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
ځینو سرچېنو ویلي، دغه پېښه قصدي شوې؛ خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دی ویلي.
طالبانو په تېرو څه د پاسه درېیو کالو کې یو شمیر پخواني پوځیان په بېلابېلو بڼو وژلي دي.
که څه هم چې طالبانو واک ته له رسېدو سره سم عمومي عفوه اعلان کړې؛ خو ملګري ملتونه او د بشري حقونو ملاتړې بنسټونه وايي، چې د پخوانیو پوځیانو وژنه لا هم روانه ده او دغه ډله له پخوانیو ځواکونو غچ اخلي.

ډېر لیدل شوي

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي
۱

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

۲

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۳

یونسیار: د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو کې ۹ میلیونه کسان ژمنیو مرستو ته اړتیا لري

۴

ملګري ملتونه: د افغانستان د تریاکو زیاتوالی د تاجکستان پر پوله د قاچاق ګواښ زیاتوي

۵

طالبانو په پنځو کلونو کې د «۴۵ میلیونه ډالرو» په ارزښت زمرد پلورلي دي