• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بریتانیا د دوه زره افغان ځانګړو سرتېرو غوښتنلیکونه له سره ارزوي

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ تله ۱۴۰۳ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۱:۳۲ GMT+۱

د بریتانیا د وسله والو ځواکونو وزیر لوک پولارډ د دغه هېواد پارلمان ته په خبرو کې وویل، چې د ټرپلز وړ پخوانيو افغان سرتېرو او د دوی کورنیو ته اوس په فعاله توګه برېتانیا ته د راتګ بلنه ورکول کیږي. ټرپلز هغو افغان سرتېرو ته ویل کېږي چې له بریتانیايي ځواکونو سره یې همکاري درلوده.

د بریتانیا حکومت د افغانستان د کومانډو سرتېرو د میشتونې شاوخوا دوه زره غوښتنلیکونه بیا ارزوي، چې وړ افغان سرتېري په دغه هېواد کې د استوګنې ترلاسه کولو جوګه شي.

دغه ارزونه په ځانګړې توګه د پخوانیو افغان ځانګړو کنډکونو د غړو پر غوښتنلیکونو تمرکز کوي، چې د بریتانیايي وسله والو ځواکونو سره یې افغانستان کې خدمت کړی.

د ټرپلز په نوم دا کنډکونه؛ کمانډو ځواک ۳۳۳او افغان ضربتي ځواک ۴۴۴، په افغانستان کې د بریتانیا د پوځي عملیاتو مرکزي برخه وه.

د بریتانیا مخکیني حکومت د دوه زره افغان ځانګړو سرتېرو دوسیو ته، چې له بریتانیايي ځواکونو سره یې په ځانګړو کنډکونو کې دندې ترسره کولې، ځواب نه و ور کړی او رد شوې وې.

د بریتانیا د وسله والو ځواکونو وزیر لوک پولارډ د بریتانیا د پارلمان د دواړو جرګو غړو ته په خبرو کې وویل، « زه نن منم چې کلیدي مسلې پیژندل شوې او حل شوې دي».

هغه ټینګار وکړ چې د ټرپلز وړ پخوانيو افغان سرتېرو او د دوی کورنیو ته اوس په فعاله توګه برېتانیا ته د راتګ بلنه ورکول کیږي.

هغه وویل «موږ ژمن یو چې د بیا میشتیدنې بهیر ګړندی کړو څو هغو کسانو ته چې په زړورتیا سره زموږ تر څنګ درېدلي، خوندي ځای چمتو کړو».

نوموړی وايي، تازه ارزونه ښيي، چې د افغان ځانګړو ځواکونو د سرتېرو یو شمېر غوښتنلیکونه په تېروتنه رد شوي وو.

پولارډ وویل، چې په دې برخه کې د بدنیتۍ شواهد نه ترسترګو کیږي، خو د لاسوندونو کمزوری خوندیتوب د دې غوښتنلیکونو د ردېدو لامل دی.

د ټریپلز په نامه د دغو افغان ځانګړو ځواکونو روزنه او تمویل د بریتانیا حکومت پرغاړه درلود.

پولارډ د پارلمان غړو ته وویل، چې « اوس نوي کارکوونکي په دې دوسیو کار کوي، شاوخوا دوه زره غوښتنلیکونه تر ارزونې لاندې دي او کولای شم ووایم چې درې پر څلور برخې یې له سره ارزول شوي دي».

د بریټانیا د وسله والو ځواکونو وزیر وویل چې حکومت ډېری قضیې بیړنۍ ارزولې، ځکه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ډیر افغان سرتیري له ګواښ سره مخامخ دي.

ډېر لیدل شوي

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی
۱

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲

د اسلامي همکاریو سازمان مشر: د اسلام په نوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هېڅ مشروعیت نه لري

۳
د سپټمبر ۱۱مه

په اېبټ‌اباد کې د بن لادن له وژل کېدو ۱۵ کاله وروسته څه بدلون راغلی؟

۴

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۵

د طالبانو استخباراتو د مخالفو جبهو پر ضد د ۷۰ میلیونه افغانیو تبلیغاتي بودجه وړاندیز کړې