د اسراییل د پوځ راډیو: د حماس مشر یحیی سنوار په رفح کې ووژل شو

د اسراییل د پوځ راډیو په رفح ښار کې د حماس د سیاسي او پوځي مشر یحیی سنوار وژل کېدل تایید کړ. د راپور له مخې، ۶۱ کلن سنوار له اسراییلي پوځيانو سره په نښته کې وژل شوی دی او د هغه مړی د پېښې په سیمه کې موندل شوی دی.