معترضې مېرمنې: د افغانانو پروړاندې د ایراني پوله ساتو جنایت له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

د افغانستان د ښځو د «نوي راتلونکي په نامه غورځنګ» وایي، دا هغه کډوال وو چې د طالبانو د ظلم او تاوتریخوالي له امله یې ایران ته پناه وړې وه.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران په پوله د افغان کډوالو ډله‌ییزه وژنه غندلې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو کډوالو پر وړاندې دغه جنایت له بشري حقونو ښکاره سرغړوونه ده او نړۍوال بنسټونه دې د عاملینو په اړه یې جدي څېړنې وکړي.
دغه غورځنګ ادعا کړې، چې دغه جنایت نه یوازې د یوه رسمي سیاست په پایله کې؛ بلکې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پراخې کرکې له امله ترسره شوی دی.
دغه غورځنګ د دغې پېښې په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د یوه نړۍوال حقیقت موندنې کمېسیون پر جوړېدو ټینکار کړی دی.
په خبرپاڼه کې وړاندې د پېښو د عاملینو د سزا ورکولو غوښتنه هم شوې.
دغه غورځنګ غوښتي، چې پر ایران ډیپلوماټیک فشارونه زیات شي؛ چې د افغان کډوالو پر وړاندې روان تاوتریخوالی نور پای ته ورسېږي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره باید ضمانت واخیستل شي؛ چې بیا له ورته پېښو سره مخامخ نه شي.