طالبان: اسراییل دې په یاد ولري چې د «مشرانو شهادتونه» به "جهادي مبارزه" لا پسې تونده کړي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حماس ډلې د مشر د وژل کېدو په غبرګون د دغې ډلې د ریاست الوزرا د تسلیت پیغام خپور کړی چې په کې راغلي: «اسراییل دې په یاد ولري چې د مجاهدو مشرانو شهادتونه به له دوښمن سره جهادي مبارزه تونده او پیاوړې کړي.»