د امریکا او جرمني د بهرنیو چارو وزیران: د سنوار وژنه په غزه کې اوربند ته زمینه برابرولی شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جرمني د بهرنو چارو وزیرې انالنا بربوک سره په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې یحیا سنوار په غزه کې د اوربند مخه نیولې وه او د نوموړي په وژل کېدو سره به په غزه کې اوربند ته د رسېدو لار چټکه شي.