د نامتو ایرلنډي لیکوال ورک شوی اثر له ۱۳۴ کلونو وروسته وموندل شو

د برایان کلیري په نوم یو ایرلنډي اماتور تاریخپوه له ۱۳۴ کلونو وروسته د "ډراکولا" نامتو ناول د لیکونکي برام سټوکر روکه شوې لنډه کیسه وموندله. دغه کیسه چې «ګېبټ ټپه» نومېږي، وروستی ځل په کال ۱۸۹۰ کال کې د ایرلنډ په ملي کتابتون کې لیدل شوې وه.