• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

المرصاد: په غور کې ۲ داعشیان وژل شوي چې یو یې په دایکنډي کې د ۱۴ کسانو په وژلو کې ښکېل و

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د افغانستان د طالبانو اړوند المرصاد وېبپاڼې د غور ولایت په فېروز کوه کې د داعش ډلې د دوو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغې وېبپاڼې وژل شوي کسان د عزیز او مرتضی په نوم یاد کړي او ویلي یې دي، چې عزیز تیره میاشت هغه برید پلان او پلي کړی و، چې په پایله کې یې د دایکنډي او غور ترمنځ ۱۴ ملکي کسان په کې وژل شوي و.

سره له دې چې په راپور کې ویل شوي، چې مرتضی بهرنی وګړی دی، خو دا روښانه شوې نه ده، چې د کوم هېواد اړوند وګړی دی.
د راپور له مخې، یاد کسان نن یکشنبې (د تلې ۲۹مه) د فېروز کوه په نور کوه سیمه کې تر غرمې وروسته د طالبانو په یو لړ عملیاتو کې وژل شوي دي.
د المرصاد په راپور کې همداراز راغلي، چې د داعش ډلې دغو غړو د دې ولایت په وروستیو تخریبي کړنو کې هم لاس درلود.
د یادولو ده، چې د روان کال د وږي په ۲۲مه نېټه د غور او دایکنډي ولایت په سرحدي سیمو کې د قرودال په کلي کې په یوه خونړي برید کې ۱۴ هزاره وګړي ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
وروسته بیا د دې پېښې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیسته.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری طالب چارواکو په وار ورار په کورنیو او بهرنیو غونډو کې ټینګار کړی، چې داعش ډله په افغانستان کې په بشپړه توګه له منځته تللې ده، خو نړۍوال او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو له پراخېدو اندېښمن دي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

۴

امرالله صالح اسحاق ډار ته؛ د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغان ولس ځای چېرته دی؟

۵

شنونکي: د پاکستان او طالبانو اختلاف یوازې د ټي‌ټي‌پي پر مسله نه، تاریخي بې‌باوري هم لري