ټرمپ پر هرېس د ډیک چینې د لور د ملاتړ د ترلاسه کولو له امله نیوکه وکړه
د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالې کاماله هارېس د متحده ایالاتو پخوانۍ جمهوري غوښتونکې استازې لیز چیني ته مخه کړې، چې د لا ډیرو جمهوري غوښتونکو رای ورکونکو ملاتړ ترلاسه کړي. لیز چیني د امریکا د پخواني ولسمشر د مرستیال ډیک چینې لور ده.
اغلې چیني او د هغې پلار ډیک چیني، چې د جورج ډبلیو بوش د ولسمشری پر مهال د هغه مرستیال و، دوه مشهور جمهوري غوښتونکي دي چې د هارېس ملاتړ یې کړی. پر ډیک چیني لاهم د ډیری ډیموکراټانو له خوا په عراق باندې د متحده ایالاتو د برید څخه د قوي دفاع له امله نیوکه کیږي
ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خواله رسنیو خپور کړي پیغام کې، اغلې چیني "ډیره ناپوهه" او "جنګ پلوې" وبلله.
هغه په نوموړې تور پورې کړ چې غواړي د خپل پلار په څیر "د هر مسلمان هیواد سره" جګړه پیل کړي او زیاته یې کړه چې د هغې پلار جورج ډبلیو بوش د منځني ختیځ جګړې ته ټیل وهلی و.