ترکي رسنۍ: د ترکیې جنګي الوتکو په عراق او سوریه کې د وسله والو ۳۲ مرکزونه بمبار کړي

د ترکیې اناتولي خبري اژانس د ترکیې د دفاع وزارت له قوله ویلي، چې د دغه هېواد جنګي الوتکو د عراق او سوریې په شمال کې د وسله والو پر ۳۲ مرکزونو هوایي بریدونه کړي. ويل کیږي دغه بریدونه په انقره کې د تېرې ورځې بریدونو په ځواب کې شوي.