د لبنان په سوېل کې د اسراییل د برید له امله ۳ تنه خبریالان وژل شوي دي

اسراییل د لبنان په سوېل کې پر یوه هوټل برید کړی، چې له امله یې درې خبریالان وژل شوي دي. د لبنان د اطلاعاتو چارو وزیر د اسراییل له‌خوا د ۳ تنو خبریالانو وژنه جنګي جنایت بللی.