تحریک انصاف ګوند: د عمران خان مېرمن بشرا بي‌بي له نهه میاشتیني بند وروسته خوشې شوه

د پاکستان د پخواني لومړی وزیر عمران خان مېرمن بشرا بي‌بي له نهو میاشتو وروسته د پاکستان د سترې محکمې په حکم د راولپنډۍ له اډیاله زندانه خوشې شوې ده.