پاړه چنار کې سرچېنې: د دارو درملو او اکسیجن د نشتوالي له امله هره ورځ یو ناروغ سا ورکوي

په پاړه چنار کې روغتیایي چارواکي وایي، چې د دوی سره دارو درمل ختم شوي او نورو روغتونونو ته د ناروغانو د لېږد لپاره له دوه اونیو راهیسې لارې بندې دي.