حال وش د هغو ایراني ځواکونو په اړه معلومات خپاره کړي چې د جیش العدل په برید کې وژل شوي

د ایران د بشري حقونو سازمان، حال وش، د ایران د هغو امنیتي ځواکونو په اړه معلومات خپاره کړي، چې د جیش العدل په برید کې وژل شوي دي. یاد سازمان مخکې راپور ورکړی و، چې په دې برید کې د ایران لس امنیتي ځواکونه د سیستان او بلوچستان په تفتان ښار کې وژل شوي دي.