پزشکیان: د ایران دوښمنان دې پوه شي چې ایرانیان د هر حماقت ځواب په تدبیر سره ورکوي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر دغه هېواد د اسراییل د بریدونو په غبرګون کې ویلي: "د ایران دوښمنان دې پوه شي چې ایرانیان د هر حماقت ځواب په تدبیر او هوښیارۍ سره ورکوي." نوموړي پر اېکس لیکلي، چې د ایران خلک له وېرې پرته د خپلې خاورې د دفاع په موخه ولاړ دي.