د ناټو سرمنشي:د روسیې په کورسک کې د شمالي کوریا ځواکونه ځای پرځای شوي

د دوشنبې پر ورځ د ناټو سرمنشي روسیې ته د شمالي کوریا د ځواکونو د استولو مساله تایید کړه او ویې ویل چې د دغه هېواد پوځي واحدونه په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوي دي. مارک روټ د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د پوځي همکارۍ ژورتیا د هند - ارام سمندر او یورو ـ اتلانتیک امنیت ته ګواښ وباله.