کورمه ولسوالۍ کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي

د خیبر پښتونخوا ایالت د کورمې ولسوالۍ په چارخېل سیمه کې د پاکستان دوه سرحدي سرتېري ( ایف سي) وژل شوي دي. د کورمې ولسوالۍ پولیس وايي، چې وسله والو کسانو د کوزې کورمې په چارخېلو کې د سړک پر ساتونکو سرتېرو برید کړی چې د ډزو په پایله کې دوه پاکستاني سرحدي ( ایف سي) سرتېري وژل شوي دي.