د ازبکستان د ولسمشر ګوند په پارلماني ټاکنو کې مخکښ دی

د ازبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ولسمشر شوکت میرضیایف په مشرۍ لېبرال ډیموکراټ ګوند په پارلماني ټاکنو کې مخکښ دی. دغه ګوند په ۴۲،۷ سلنه رایو د پارلمان له ۱۵۰ څوکیو څخه ۶۴ څوکۍ ګټلې دي.