ګنډاپور: که له زندانه د عمران خان کوم شکایت راورسېږي، نو په هېواد کې به هر څه بند کړم

د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډا پور په یوه ویډیويي پیغام کې د پاکستان مرکزي حکومت ته خبرداری ورکړی او ویلي دي، چې:«که په زندان کې عمران خان د کوم څه په اړه شکایت ولري او له سمو امکاناتو برخمن نه شي؛ نو په ټول هېواد کې به هر څه په ټپه ودروم.»