په فلیپین کې د ټرامي توپان له امله ۱۲۰ کسان مړه شوي دي

په فلیپین کې د ټرامي توپان له امله د مړو شمېره ۱۲۰ ته لوړه شوې او ۳۶ کسان لا هم لادرکه دي. د فلیپین په شمال ختیځ کې د ټرامي توپان له امله سېلابونه او د ځمکې ښویېدنې پېښې هم رامنځ ته شوې دي.