• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ژوند او روغتیا: د غاښونو نه پاکول د سر او غاړې د سرطان خطر زیاتوي

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۵ GMT+۰

په امریکا کې یوې نوې طبي څېړنې ښودلې، چې د غاښونو نه برس کول او غاښونو ته نه پاملرنه د سر او غاړې د سرطان خطر زیاتوي. دا لا دمخه ثابته شوې، چې د خولې په وریو کې د ناروغۍ رامنځته کونکې باکتریا د شمېر زیاتوالی د بېلابېلو ناروغیو لکه د شکرې او د وینې لوړ فشار خطر زیاتوي.

مګر د نیویارک پوهنتون یوې څېړنې په خوله کې د ځینو باکتریاو د زیاتوالي او د سر او غاړې د سرطان د زیاتوالي تر منځ اړیکه موندلې ده.

څېړنې موندلې، چې د یوه درجن څخه زیاتو میکروبونو راټولېدل د دې وژونکي سرطان خطر ۵۰ سلنه ډېروي.

په دې څېړنه کې د څه باندې ۱۶۰زره کسانو معلومات څېړل شوي دي.

د دې کسانو د ژوند طریقه، د غذايي عادتونو او د نورو روغتیایي چارو په اړه معلومات لیدل شوي او د خولې د لعاب نمونې یې راټول شوي دي.

د دغو کسانو ۱۵ کلن روغتیایي وضعیت څېړل شوی، چې په ترڅ کې یې د ۲۳۶ کسانو په سر او غاړه کې د سرطان تشخیص شوی دی.

د دې ناروغانو د خولې ډي ان اې نمونې له ۴۵۸ کسانو نمونو سره پرتله شوي، چې له دې سرطان څخه پاک ول.

پایلو ښودلې، چې په خوله کې موندل شوي ۱۸ باکتریاوې د سرطان خطر ۵۰ سلنه ډېروي.

څېړونکو ویلي، چې د باکتریا او سرطان تر منځ مستقیمه اړیکه تر اوسه نه ده ثابته شوې، خو اشاره ورته شوې ده.

څېړونکو همداراز ویلي: «موږ ځانګړې باکتریاوې موندلي، چې د دې ډول سرطان خطر زیاتوي او اوس به د دې پټ لامل په موندلو کار وکړو.»

د څېړونکو په وینا، د څېړنې پایلې ثابتوي، چې د خولې د ښه حفظ الصحې اهمیت دا دی، چې په ورځ کې دوه ځله د غاښونو برس کول او خلال کول ډېر مهم دي.

څېړونکي وایي، چې د غاښونو برس او خلال کول نه یوازې د غاښونو د ناروغۍ مخنیوی کوي، بلکې دا عادت د سر او غاړې د سرطان څخه هم په بالقوه توګه ساتنه کولی شي.

ترویج لرونکی

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه
۱

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۲

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۳

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۴

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۵

روسی کارپوه: د روسیې او طالبانو پوځي هوکړه د پاکستان پر وړاندې غبرګون دی