اسلام اباد کې د روسیې سفارت ومنله چې یو روسي وګړی له خیبرپښتونخوا څخه تښتول شوی

اسلام اباد کې د روسیې سفارت وايي، دا مني چې یو روسی وګړی په خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو له خوا تښتول شوی دی. د ټي ټي پي حافظ ګلبهادر ډلې د اکتوبر په ۲۶مه ویلي و، چې یو روسی وګړی یې تښتولی.