د خیبرپښتونخوا په پاړه چنار کې د روان کړکېچ له امله د درېیو ورځو لپاره ټول ښوونځي وتړل شول

د پاړه چنار او پېښور تر منځ لاره د تېرو ۱۸ ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې او د هغې سیمې اوسېدونکي د خوراکي توکو، درملو او تېلو د نشتوالي سره مخامخ شوي دي.