د پاکستان لومړی وزیر سعودي عربستان ته په دوه ورځني سفر تللی

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان په پلازمېنه کې د اقتصاد او پانګونې په یوه غونډه کې د ګډون لپاره ریاض ته په دوه ورځني سفر تللی. شریف پرخپل ایکس لیکلي، چې د محمد بن سلمان په بلنه ریاض ته تللی او د سیاسي، اقتصادي مشرانو او د نړیوالو همکاریو په غونډه کې به ګډون وکړي.