سرچینې: وزیرستان کې د پولیو ډله وسله والو یرغمل او اورکزیو کې یې د پولیو ساتونکی وژلی

له شمالي وزیرستانه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په شيواه مامیت سیمه کې وسله والو د پوليو ډله يرغمل کړې او له ساتونکو پوليسو یې وسلې هم اخیستې. هاخوا اورکزیو کې وسله والو د پولیو پر ډله برید کې یوه پولیس ساتونکی وژلی.