د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د اوبو د یوه بند ۵ ساتونکي د وسله‌والو په برید کې وژل شوي

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، تېره شپه نامعلومو وسله‌والو د بلوچستان ایالت د پنجګور په سیمه کې د اوبو د بند پر ساتونکو برید کړی چې په پایله کې یې د اوبو د بند پنځه ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.