اردوغان: د غزې په اړه اسلامي هېوادونو هېڅ کوم کلک غبرګون نه دی ښودلی

د ترکیې ولسمشر رحب طیب اردوغان د غزې جګړو ته په اشارې سره په اسلامي هېوادونو په نیوکې سره ویلي: «د غزې په اړه اسلامي هېوادونو هېڅ کوم کلک غبرګون نه دی ښودلی.» د ایران تسنیم خبري اژانس د اردوغان له قوله زیاته کړې، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د بشریت دوښمن دی.