چین په ترهګرۍ ضد جګړه کې پاکستان ته د ګډ کار وړاندیز کړی

اسلام اباد کې د چین سفیر وایي، چې بیجنګ تمه لري پاکستان پر چینایي وګړو د بریدګرو خلاف بیړني ګامونه واخلي، ځکه د نوموړي په وینا، دا ډول پېښې چین ته د منلو نه دي. د ژیانګ زدونګ په خبره، په دې سبب له ترهګرۍ سره مبارزه د بیجینګ او اسلام اباد ګډو همکاریو ته اړتیا لري.