• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرګي لاوروف: امریکا د افغانستان له بې ثباتۍ منځنۍ اسیا ته د ستنېدو لپاره ګټه اخلي

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۸ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ارواسیا امنیت په تړاو د مینسک دویم نړیوال کنفرانس ته په خبرو کې ویلي، چې د امریکا او د هغې د متحدانو کړنو د ټولې اوراسیا امنیت ته ګواښ پېښ کړی. سرګي لاوروف وايي، امریکا د افغانستان په بې ټیکاوه حالت کې د ښکېلېدو له لارې منځنۍ اسیا ته رسېدل غواړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې پر ورځ د لړم پر لسمه وویل، چې د متحده ایالاتو، ناټو او اروپايي ټولنې بریدګرو کړنو د ارواسیا ګډې لویې وچې د ټوټه کېدو ګواښ ډېر کړی.
سرګي لاوروف وویل، د دوی تر بحث لاندې د اروپا امنیتي جوړښت په دې معنا دی چې د ټیکاو او پوځي او سیاسي راتلونکي په تړاو د لویدیز یورو اتلانتیک له ګواښونونو نه د خوندیتوب یو رغنده ځایناستی شي.
لاوروف وویل، « لویدیځ د سویلي قفقاز په چارو کې لاسوهنه کوي او د ارمنیا او اذربایجان د سولې پر بهیر د اغیز او نفوذ هڅه کوي، په داسې حال کې چې متحده ایالات او ملګري یې هڅه کوي د افغانستان په بې ټیکاه وضعیت کې ځانونه دخیل کړي او له دې لارې په منځنۍ اسیا کې خپل حضور بېرته راژوندی کړي».
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د متحده ایالاتو په مشرۍ د سولې او جګړې موډلونه رد کړل.

نوموړي وویل، « نور پخوانیو موډلو ته ستنېدل، چې په هغو کې متحده ایالاتو د استثنايي توب انګیرنې له مخې مشري پر غاړه درلوده، ناشوني دي. په ځانګړې توګه په هرځای کې چې متحده ایالاتو ددې نندارې د وړاندې کولو هڅه کړې، په وضعیت کې بدلون نه دی راغلی».
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په پای کې وویل، چې باید نوي ژیوپولیټیک، نړیوال او حقوقي واقعیتونه په پام کې ونیول شي او نظرونه د زور له مخې نه بلکې د برابرۍ او ګټو د عادلانه انډول له لارې رامنځته شي.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي