د امریکا ولسمشریزې ټاکنې؛ تر ۵۹ مېلیونو زیاتو امریکایانو وار دمخه خپله رایه کارولې ده

په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو د منډو ترړو په لړ کې؛ د دغه هېواد د فلوریډا پوهنتون د ټاکنو لابراتوار د شمېرو له مخې، تر ۵۹ مېلیونو زیاتو امریکایانو وار دمخه خپله رایه کارولې ده.

د دغو شمېرو پر بنسټ، له ۳۱ مېلیون څخه ډېرې رایې په حضوري ډول کارول شوې دي.
د دغه پوهنتون په خپرو شویو مالوماتو کې دا رنګه راغلي، چې نږدې ۲۸ مېلیونه نورو کسانو بیا د برېښنالیک له لارې خپلې رایې کارولې دي.